وضاحت!

tariq_admin
11

په ځينو مغرضو رسنيو کې خبر لاس په لاس کيږي چې ګواکې د‌ کابل پوهنتون په ليليه کې يو شمېر محصلين مسموم شوي، چې هيڅ حقيقت نه لري.

يادونه بايد وکړو چې د‌ کابل پوهنتون په ليليه کې ټول ۱۵۰۰ محصلين مېشت دي، چې تېره شپه په خوراک کي د بې احتیاطۍ له امله تر ۵۰ تنو پوري محصلينو ته ناروغي پېښه شوې، چې د پوهنتون د ادارې لخوا يې پر وخت تداوي وشوه او له صحت عامې وزارت څخه د راغلي هيئت لخوا هم د مريضانو معاينات او تشخیص وشو، چې الحمدلله د مسموم کېدو هيڅ اثار په کې ونه موندل شو.

وروستۍ خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۹:۲۹
Background image

خبرتیا!

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۳ هـ ل کال د ماسټرۍ او دکتورا پروګرامونو لپاره د نوم لیکنې او فورم وېشلو پروسې پیل خبرتیا!

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۰:۵۶
Background image

خبرتیا!

ټولو هغو بریالیو نوماندانو ته چې د کابل پوهنتون له ۳ څخه تر ۶ اداري بستونو پورې آزموینه کې یې د جدي میاشتې په درېیمه نېټه برخه اخیستې وه، لومړني پړاو آزموینه کې بریالي بلل شوي، خبر . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

خبرتیا!

د ۱۴۰۲ـ ۱۴۰۳هـ.ل کال د کانکور آزموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د شبانه او ۱۴پاس اختصاصي آزموینو د فورمو توزیع سر له سه شنبې (۲۴/۱۱/۱۴۰۲) مطابق (۴/۸/۱۴۴۵) نېټې سره سم په کابل . . .

Back to announcements

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم