د کابل پوهنتون رییس سره د پوهنې وزارت سرپرستې وکتل
د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د غبرګولي په ۳۰ نېټه د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د پوهنتون د محصلینو چارو او د مالي او اداري چارو مرستیالانو شتون درلود، د پوهنې وزارت سرپرستې مېرمن رنګینې حمیدي او مل پلاوي د کابل پوهنتون په ریاست کې له نوموړې سره وکتل او د دواړو بنسټونو د همکاریو په پیاوړتیا یې تاکید وکړې.
پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس او د پوهنې وزارت سرپرستې د مخامخ خبرو د زمینې په برابرېدو د خوښي ښودو ترڅنګ د کابل پوهنتون د ملکتیونو د بېرته راګرځېدو، چې له څو کلونو راهیسې یې د پوهنې وزارت ورڅخه ګټه پورته کړې ده، د کابل پوهنتون او د پوهنې وزارت ترمنځ د زیاتو همکاریو په جوړېدو او د دې همکاریو په پیاوړتیا یې تاکید او پدې برخه کې یې په همکاریو تعهد وکړ.