د ښکلو هنرونو پوهنځي کې د کابل پوهنتون د رهبري هئیت غړو په شتون کې د قران کریم د ختم مراسم جوړ شول
د کابل پوهنتون عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د یو شمېر محصلینو د شهادت په مناسبت د قرانکریم ختم او دعا مراسم، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې په پېښه کې شهیدان او ټپیان شول، د کابل پوهنتون ریاست رییس او مرستیالانو، استادانو او د دې پوهنتون یوشمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون نن د روان کال د لړم میاشتې په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هنرونو پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړ شول. د دې مراسمو ګډونوالو د دې وحشیانه برید د غندنې ترڅنګ یې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره غمشریکي او خواخوږي څرګنده او د شهیدانو لپاره یې د جنت الفردوس او ټپیانو لپاره د الله ج له درباره د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.
دا مراسم تر غرمې مخکې په ۱۱ بجو د ښکلو هنرونو پوهنځي د غونډو په تالار کې د رییس، استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون جوړ شول.