د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې متخصصینو د اداري اسنادو د مدیریت، د کړنو د ارزونې، د کاري او کلنیو پلانونو د تدوین، د صادره او وارده اسنادو او رسیداتو د ثبت او کارونې د کړنلارو، د اسنادو د دوسیه‌بندۍ، د منظم او پرمختللي ارشیف سیسټم د تطبیق او د ارزونې پروسې د معیاري ترسره کولو په ګډون د مهمو اداري اصولو او مسلکي مهارتونو په اړه هر اړخیز معلومات او لارښوونې وړاندې کړې.

د یاد ورکشاپ موخه د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول، د اداري چارو د معیاري ترسره کولو په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو پیاوړتیا او د اداري اصولو له سم تطبیق سره د هغوی بلدتیا وه.

د ورکشاپ په پای کې د ګډونوالو او ویناوالو ترمنځ د پوښتنو او ځوابونو ناسته هم ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې او د متخصصینو له لوري ورته لازم وضاحتونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: