دپوهنځي دمحصلینو ارزیابی
د ریاضیاتو پوهنځی استادان د پوهې دښه لېږد په موخه نوي منل شوې ګټورې لارې په ځانګړی توګه شاګرد محوری میتود په تدریس کې کاروی. د ریاضیاتو پوهنځی استادان د ریاضیاتو اړوند مضامین د منل شوی درسی نصاب له مفرداتوسره سم په نظری او عملی توګه تدریسوی. د پوهې د ښه لېږد په موخه استادان له سلایدونو ویدیوګانو محاسبوی سافت ویرونو څخه ګټه اخلی. ددې ترڅنګ محصلان له لکچرنوتونو معیاری کتابونو دیجتلی کتابتونونو انترنیتی سرچینوڅخه ګټه اخلی. سربېره پردې محصلان د لا ډېر مهارت د لاس ته راوړلو په موخه د پوهنځی له لابراتوارڅخه چې له انټرنیټ سره وصل دی ګټه اخلې.
دارزونې لارې
دمحصلانو ارزونې د صنفي ازموینې، د سمستر منځنۍ ازموینې دسمستر وروستې ازموینې، کورنې دندې ګروپی او فردی پروژو په بڼه ترسره کېږی. باید په پام کې ولرو چې ارزونې د مضمون په محتوا پورې اړه لری، د لوړو زده کړود ازموینوله لایحوسره سم تر سره کېږی.