د کابل پوهنتون د محصلینو د شهادت د څلويښتي څخه د یادونې په موخه د قرانکریم د ختم مراسم جوړ شول

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۵:۴
پوهنتون کابل

د کابل پوهنتون د لړم دولسمې پېښې شهیدانو د شهادت څلويښتي څخه د یادونې په مناسبت د قران کریم د ختم مراسم د روان کال د لړم میاشتې په ۲۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو د غړو په ګډون د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړ شول.

دا مراسم د کابل پوهنتون د رییس او مرستیالانو، د پوهنځیو د رییسانو، د پوهنتون یو شمېر استادانو، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو، د پوهنتون محصلینو او د یو شمېر مرسته کوونکو بنسټونو په ګډون جوړ شو، دوه برخې لرلې لومړی برخه یې د قران کریم ختم او دوهمه برخه یې ویناوې، د ټپیانو او شهیدانو کورنیو سره د نغدي او غیر نغدي مرستو کول وو.

د قران کریم د ختم څخه وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د مقدماتي خبرو په پیل کې کابل پوهنتون ته پدې برنامه کې د ګډونکوونکو راتګ ته ښه راغلاست وویل او په ځلونو یې د هغې دردوونکې پېښې په غندنه یې یو ځل بیا د ۱۹ تنو محصلینو او یو کارمند شهادت یې د هغوی کورنیو او د هیواد اکاډمیکې ټولنې ته تسلیت ووایه او د کابل پوهنتون له لوري یې له دوی سره غمشریکي وکړه.

پوهاند بابري د لړم دولسمې پېښه یو وحشیانه حرکت وباله او له امنیتي مسوولینو څخه یې وغوښتل  تر څو د دې پېښې عاملین د قانون منګولو ته د سپارلو ترڅنګ د اکاډمیکو بنسټونو د امنیت د تامین لپاره تر پخوا زیاته هڅه وکړي تر څو د هیواد ځوانان وکولای شي په یوې باامنه او تر امنیتي ګواښونو لرې فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ښاغلي بابري په پای کې د پوهنتون د نسبي امنیت په ښه والي باندې خوښي وښوده او همدارنګه له هغو بنسټونو څخه، چې د تېرو ورځو په بهیر او هم پدې مرسمو کې شتون لري او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره همکاري کړې مننه او قدرداني وکړه.

وروسته د محترمو بنسټونو مسوولینو لکه: شورای متحد مردمی مقیم کابل، د افغان ښځو شبکې، خییر شخصیت ښاغلي جمشید او د کابل پوهنتون د پوهنځیو رییسانو اتحادیې هر یوه خپلې نغدي مرستې او او د ښاغلي زماني بنسټ د پام وړ د خوړو توکي یې د دې پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته ورکړل او وروسته دا مراسم هیواد ته د خیر او کامیابي د دعا په کولو سره د مازیګر په ۴:۳۰ پایته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم