د کابل پوهنتون د علمي شورا غونډه د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وزیر په شتون کې تر سره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۹:۵۵
59

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوي د روان کال مرغومي میاشتې په ۲۰ مه نېټه د سه شنبه ورځ د کابل پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال د یاد پوهنتون د علمي شورا په غونډه کې هم ګډون وکړ.

د علمي شورا په غونډه کې د کابل پوهنتون رئيس ښاغلي دکتور اسامه عزيز د تېر يو نيم کال په موده کې د دغه پوهنتون د کړنو، لاسته راوړنو، برنامو او نورو مهمو علمي او اکاډميکو مسايلو په اړه خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت  له رهبرۍ يې وغوښتل چې د کابل پوهنتون د علمي څېړنو په برخه کې د مالي او اداري خپلواکۍ، د لابراتوارونو تمویل او تجهیز، د اداري او خدماتي بستونو د زیاتوالي او نورو اړینو مواردو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

همدارنګه پدغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ مولوي ندا محمد ندیم د کابل پوهنتون د علمي شورا په غونډه کې له ګډون خوښی څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې فعلي نظام د معاصرو علومو په ګډون د هېواد د تحصیلي ډګر د ودې او پرمختګ لپاره ژمن دی. او پدې برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کابل پوهنتون د مشرتابه د غوښتنو په اړه د خپل ملاتړ د اعلان تر څنګ ژمنه وکړه، چې پدې برخه کې به د نظام له اړوندو څانګو او لورو سره خبرې وکړي، تر څو په راتلونکي کې د هغو د تطبیق لپاره زمینه برابره شي.

د علمي شورا پدې غونډه کې د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال ګل محمد باسل د علمي شورا د غړو په استازیتوب خبرې وکړې نوموړي په علمي شورا کې د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر له شتون څخه مننه او قدردانی وکړه.

د علمي شورا له غونډې وروسته ښاغلي شیخ مولوي ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوي د کابل پوهنتون له پوهنځيو، لابراتوارونو او د پوهنتون له بېلابېلو څانګو هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم