د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري ژوند لیک
پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د فارمکوګنوزي او فایتوتراپي استاد مرحوم الحاج محمد صدیق بابري زوی دی. نوموړی د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي میاشتې په درېمه نېټه د کابل پوهنتون د رییس په توګه وټاکل شو. دکتور بابري په ۱۳۴۱ کال د هرات ولایت په یوې روڼ اندې کورنۍ کې وزېږېد، د ښوونځي تر پایته رسېدو وروسته په ۱۳۶۴ کال د روسيې هیواد د پیتي ګورسک فارمیسي دولتي انسټیټوټ په لوړه او عالي درجه (په ویاړ) پایته ورساوه. همدارنګه نوموړي په ۱۳۹۸ کال د المان هیواد د فیلیپس- ماربورګ د فارمکوګنوزي څانګه کې خپله دوکتورا (PhD) پایته ورسوله.
بابري افغانستان ته تر راتګ وروسته، په ۱۳۶۴ کال په کابل پوهنتون کې خپل اکاډمیک او تدریسي فعالیت پیل کړ، چې تر اوسه پورې د فارمسي پوهنځي د فارمکو ګنوزي څانګه کې فعالیت تر سره کوي.
پوهاند بابري د پنځو کالو لپاره تر ۱۳۷۶ کال پورې د فارمسي پوهنځي د مرستیال په توګه او تر هغه وروسته په ۱۳۸۱ کال کې په کابل پوهنتون کې د فارمسي پوهنځي د رییس په توګه وټاکل شو، په کوم ځای کې یې، چې په اکاډمیکه، اداري او زیربنايي برخه کې بنسټیز سمون او بیارغونه کې کار کړی دی.
دکتور بابري په ۱۳۸۶ کال کې د یو لنډ مهال لپاره په روغتیا وزارت کې د فارمسي عمومي رییس په توګه وټاکل شو، ولې د دې وزارت د وخت رهبري لازمو بدلونونو رامنځته کولو ته لېواله نه وو، تر څو میاشتو وروسته یې له خپلې دندې استعفاء وکړه او د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال په توګه وټاکل شو.
پوهاند بابري د ۱۳۸۶- ۱۳۹۷ کلنو په لړ کې د لوړو زده کړو وزارت د تدریسي مرستیال او وروسته د علمي مرستیال په توګه دنده تر سره کړه او په لوړو زده کړو وزارت کې یې د یوې لسییزې په اوږدو کې د خپلو متعهدو همکارانو په مرسته، د لومړي او دوهم ملي سټراټیژیکو پلانونو په جوړولو سره پدې وزارت کې نوی سټراټیژیک لیدلوری، د لوړو زده کړو په مختلفو برخو کې نوې پالیسي، د لوړو زده کړو لپاره د نوي قانون په چوکاټ او ... په برخه کې کار کړی او په مختلفو برخو کې یې اړین عملي ګامونه پورته کړي دي. د کانکور نوی نظام، د هیواد په لوړو زده کړو کې د کیفیت تضمین او باور ورکونې سیسټم، په ملي کچه د درسي کریکولمونو د نوي کولو (تجدید) پيل، د علمي کادر د غړو د ظرفیت لوړول، پوهنتونونو ته د استقلالیت ورکړه، په لوړو زده کړو کې د معلوماتي ټکنالوژي د موخو بدلون یې پدې دوره کې د هیواد په لوړو زده کړو کې له مهمو کړنو څخه ګڼل کیږي. د یادونې وړ ده، چې دکتور بابري په دوه دورو کې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه هم دنده تر سره کړې ده.
پوهاند دکتور بابري له (۲۰۱۱ تر ۲۰۱۲ ) کال پورې د سهیلي اسیا پوهنتون (SAARC) د مدیره هئیت د لومړي رییس په توګه دنده تر سره کړېده. پدې توګه نوموړی له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۷ کال پورې د ملي سټنډرډ ادارې عالي شورا (ANSA) غړی، له (۱۳۸۸ تر۱۳۹۷) د ښځو پر وړاندې دتاوتریخوالي د مخنیوي د عالي کمیسیون غړی او له ۲۰۱۶ کال راهیسې په چین کې د "یو کمربند او یو سړک" د لوړو زده کړو څیړنیزې ډلې مرستیال په توګه پاتې شوی دی.
نوموړي د SAARC، UNESCO، OIC او British Council ، د بوټو (ګیا) نړۍ واله کنګره او نورو ملي او نړۍ والو کنفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون کړی او د هیواد طبي بوټو او د افغانستان لوړو زده کړو په هکله یې مقالې لیکلي دي.
نوموړي تر اوسه په افغانستان، روسیه او فرانسه کې د فارمسي او لوړو زده کړو په برخو کې تقریبآ دېرش علمي مقالې لیکلي او پدې توګه د درې کتابونو لیکوال هم دی.