د کابل پوهنتون د ازموینو کمېټې خپل کاري راپور وړاندې کړ
د کابل پوهنتون د ازموینو کمېټې د خزاني سمستر د وروستیو ازموینو اړوند خپل کاري راپور د پوهنتون د رئیس په حضور کې وړاندې کړ. د یادې کمېټې غړو د ازموینو پروسه شفافه او مثبته وارزوله او زیاته یې کړه چې دوی شل ورځې په منظمه توګه له ازموینو څخه څارنه او لیدنه تر سره کړې ده.
وروسته د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د ازموینو کمېټې له غړو او همدارنګه د محصلانو چارو معاونیت چې خپلې دندې یې په ښه توګه تر سره کړې وې مننه وکړه، د ازموینې په اهمیت او ارزښت یې خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې ازموینې د پخوا په پرتله ډېرې روښانه او معیاري شوې دي چې دا د ازموینو کمېټې د غړو د هڅو پایله ده.
په وروستیو کې د کابل پوهنتون د رهبرۍ لخوا د ازموینو کمېټې غړو ته د هغوی د ښو خدمتونو له امله د ستاینلیکونو سندونه ور کړل شول.