د تدریس میتودونه
په ځمکپوهني پوهنځی کي دعلم اومهارتونو د لیږد په موخه د تدریس له مختلفو میتودونوڅخه کار اخستل کیږی. دبیلابیلو مضامینو تدریس د اړوند مضامینود استادانو لخوا په عملی اونظری توګه د مفراداتو سره سم ترسره کیږی. د تدریس دلا اغیز منتوب لپاره استادان زیاتره له پاورپاینت، نقشو، ګرافونو او نورو معلوماتو څخه کاراخلی اود دی سربیره محصلان له لکچر نوټ، معیاری درسي کتابونو، کتابتون، انټرنټ او دیجیټلی منابعو څخه هم برخمن کیږی .همدغه راز محصلان له اړوند لابراتوارونوڅخه په خپلوعملی درسونوکي زده کړی کوی. د محصلانو د ستونزو د حل او د نویو علمی لا سته راوړنو په هکله کله ناکله د اړونده مضامینو داستادانو له لوری مشورتی درسونه اوکنفرانسونه هم دایریږی.