د افغانستان امریکايي پوهنتون (AUAF) د کابل پوهنتون د لړم دولسمې پېښې په مناسبت یې د دې پوهنتون له رهبري سره خواخوږي وکړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۵:۴۹
لبسی

د افغانستان امریکايي پوهنتون رهبري هیئت (AUAF) د دې پوهنتون د رییس پروفیسور ډیويډ سیدني تر ریاست لاندې د کابل پوهنتون د لړم دولسمې دردوونکې پېښې په مناسبت، چې یو شمېر شهیدان او ټپیان یې تر شاه پرېښودل د کابل پوهنتون رییس او رهبري هیئت سره وکتل او خپله خواخوږي او غمشریکي یې وکړه.

د افغانستان دامریکايي پوهنتون رییس ښاغلي ډیويډ  سیدني او د دې پوهنتون د ښوونیزو او اکاډمیکو همکاریو د برخې مرستیالې مېرمن دکتور ویکتوریا چارلوتي فونتن پدې لیدنه کې خبرې وکړې او په کابل پوهنتون کې یې په خپل حضور خوښي وښوده او وروسته یې د لړم دولسمې پېښې څخه یادونه وکړه او د کابل پوهنتون رهبري سره یې خپله خواخوږي او غمشریکي وکړه. ښاغلي سیدني د لړم دولسمې پېښه یوه تروریستي پېښه  یاده کړه هیله یې وښوده، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه وکولای شي د دې پېښې اصلي عاملینو په پېژندنه، نیونه او قانون ته سپارلو لپاره جدي هڅه وکړه. ښاغلي سیدني په خپلو خبرو کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د همکاریو او د ګډو علمي- اکاډمیکو برنامو په جوړېدو او پراختیا تاکید وکړ او په پای کې یې د کابل پوهنتون رییس ته د افغانستان امریکايي پوهنتون د استادانو او محصلینو له لوري د لیکل شوو تسلیت پیغامونو ډکه کتابجه ورکړه.

وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د ښه راغلاست ترڅنګ یې کابل پوهنتون ته د افغانستان امریکايي پوهنتون رهبري هیئت حضور او خواخوږي -غمشریکي څخه مننه وکړه او دا یې په سختو شرایطو کې د اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ یووالی او همپالنه یاده کړه. پوهاند بابري د افغانستان امریکايي پوهنتون یې د هیواد یو ریښتینۍ دوست او همکار یاد کړ او د دوی له زحمتونو څخه یې ستاینه وکړه. ښاغلي بابري د خپلو خبرو په پای کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو علمي او اکاډمیکو اړیکو همکاریو باندې تاکید وکړ ترڅو دهمکاري طرحې لارو یو بل فرصت پیدا شي.

دا لیدنه د ماسپښین په ۲ بجو پیل او په ۲:۴۰ دقیقو پایته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم