تعلیمی پروگرامونه
بیولوژي پوهنځی د زولوژي او بوتاني دوه ډیپارتمنټونه لري، خو زدهکړیالان د ډیپارټمنټ په کچه نه فارغوي او زدهکړیالان د عمومي بیولوژي په څانګه کې د لیسانس په کچه فارغوي، دغه راز د ډیپارټمنټونو د شمېر زیاتوالی د پوهنځي له بنسټیزو موخو څخه ده.
د لیسانس دورې پروګرام په څلورو کلونو( ۸ سمسټرونو ) کې بشپړیږي. په اول او دویم سمسټر کې پوهنتون شموله بنسټیز درسونه او په پاتې ۶ سمسټرونو کې اساسي او تخصصي مضمونونه تدریسیږي؛ ځکه چې بیولوژي له ځانګړو تطبیقي څانګو څخه ده او لوړه سلنه مضمونونه یې له نظري درس سره سره ( عملي کار) هم لري. د دغه پوهنځي استادان په بیولوژي پوهنځي کې د تدریس تر څنګ نورو پوهنځیو ( وټرنري علوم، ځمکپیژندنې، ټولنیزو علومو، چاپېریال ساتنې، فارمسي، ارواپوهنې او تربیتي علومو) کې هم د عمومي زولوژي، عمومي نباتات، ایکالوژي، د حجرې بیولوژي او نورو مضامینو تدریس کوي.
د پوهنځي لیدلوری
بیولوژي پوهنځی اوسمهال د باکیفیته تدریس، څېړنې او د خدماتو په عرضې کولو سره د متخصصو کادرونو په روزنې او د لیسانس په کچه هېواد ته د وړاندې کولو په موخه بوخت دی.
د پوهنځي ماموریت
بیولوژي پوهنځی د تخصصي کادرونو د پوهې کچې لوړولو او د با کیفیته څېړنو پراختیا لپاره په پام کې لري چې د بیولوژي ماسټري هم په نږدې راتلونکي کې د دغه پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته کړي.