په کابل پوهنتون کې د کابل ولایت د کانکور ازموینې پیل شوې

Abdul Hai Alamyar
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
dfsa

د کابل ولایت د کانکور ازموینو لومړی او دوهمه دوره د یوې پرانيستې غونډې په لړ کې د روان کال د وږي میاشتې په ۱۳ نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار په ۷ بجو د ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال نور احمد درویش، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري، د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش، د کابل پوهنتون مرستیالانو، د هیواد یو شمېر علمي او ملي څېرو او د ۲۴۸۶۰ داوطلبو ګډون کوونکو په ګډون لومړی او دوهمه دوره ازموینه پيل شوه.

د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش د ازموینو پرانیست غونډې کې وویل، چې د دې کال په عمومي ازموینو کې مو له ټول هیواد څخه د ۲۹۰ زرو په شاوخوا کې واجد شرایط داوطلبانو  نوملیکنه کړې، چې له دې ډلې څخه تر ۱۴۶ زرو څخه زیات به دولتي لوړو او نيمه لوړو زده کړو ته جذب او ۱۵۰ زره په شاو خوا کې داوطلبان د کافي نومرو د تر لاسه کولو په صورت کې د خپلو لوړو زده کړو تر لاسه کولو په موخه به خصوصي لوړو زده کړو ته معرفي شي. د خموش د وینا پر بنسټ د ۱۴۶ زرو داوطلبانو له ډلې ، چې پدې ازموینو کې د منلو وړ نومرې تر لاسه کړي د دوی له ډلې څخه ۲۰ زره یې د مدرسو فارغان، ۱۰ زره یې د کابل پوهنتون د شپې څانګو ته، له دې ډلې څخه ۵۰ زره یې د نیمه عالي زده کړو انسټیټونو لپاره، د ۵ زرو په شاوخوا کې د ۱۴مو ټولګیو فارغان د کابل پوهنتون اړوندو څانګو ته او نور پاتې به یې د هیواد نورو پوهنتونونو او لوړ زده کړو موسسو ته جذب شي.

د کابل کانګور لومړی نه تر څلورمې دورې پورې (د وږي ۱۳ او ۱۴) کې به د ۴۹۷۰۴ داوطلبان ګډون وکړي، چې له دې ډلې څخه ۲۷۴۵۳ ته به یې هلکان او ۲۲۲۵۱ تنه نورې به یې نجونې جوړوي.

د ازموینو ملي اداره، چې په پام کې ده ازموینو درېمه او څلورمه دوره د وږي میاشتې په ۱۴ د جمعې په ورځ په دوه وخته د سهار  او ماسپښین له لوري واخلي، هغه ډله داوطلبان، چې د ولایتونو د کانکور د ازموینې باتې شوي دي د فیس بوک پاڼې او «د ازموینو ملي ادارې NExA» ویب پاڼې ته سر ورښکاره کړي او د متفرقه ازموینو فورمه د ډکه کړي او په راروانه اونۍ کې د ازموینې کارت او بیومتریک ته د تیاری ونیسي تر څو وکولای شي د دوږي میاشتې ۲۱ نېټې ازموینه، چې د جمعې په ورځ د ازموینو ملي ادارې له لوري په کابل پوهنتون کې اخیستل کيږي له ګډون څخه پاتې نشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۷:۱۵
Background image

د کابل پوهنتون رهبري هیئت د ۱۳۹۹ کال د نوي شامېلېدونکو محصلینو د نوملیکنې له بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رهبري هیئت د لړم میاشتې په ۴ نېټه د یک شنبې په ورځ د ۱۳۹۹ کال د نوې شامېلېدونکو محصلینو د نوملیکنې (HEMIS) – دویمې ورځې له بهیر څخه، چې د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۰
Background image

د کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ کال نوي شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه پیل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ کال نوي شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه (HEMIS) د ریاست مقام د لارښوونې او د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پربنسټ د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه د کابل. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۹:۵۳
Background image

په کابل پوهنتون د رواني روغتیا نړۍ واله ورځ ولمانځل شوه

په کابل پوهنتون کې د رواني روغتیا نړۍ واله ورځ، چې د اکتوبر لسمه او د روان لمریز کال د تلې میاشتې له ۱۹ نېټې سره برابره ده، د یوې غونډې په لړ کې ولمانځله.

دا غونډه د روان کال د تلې. . .

BACK TO NEWS