په کابل پوهنتون کې د مرحوم الف شاه ځدران د مړینې په اړه د قران کریم ختم او یاد غونډه جوړه شوه

Abdul Hai Alamyar
fasd

Event dates

Event dates -

Location کابل پوهنتون

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد مرحوم پوهاند دکتور الف شاه ځدراڼ د مړينې په هکله د قران کریم ختم او یادغونډه د روان کال د تلې میاشتې په ۲۳ نېټه د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، د مرحوم ځدراڼ کورنۍ او د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو په ګډون د دې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې غونډې په پای کې د خپلو خبرو په لړ کې د دې محفل ګډونوالو او د مرحوم کورنۍ غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د کابل پوهنتون د علم او ادب په پراختیا کې د پوهاند ځدراڼ له روښانه کړنو او زیاتو هڅو څخه یادونه وکړه. دکتور بابري د مرحوم دکتور ځډراڼ له ځینو کړنو او ښکاره ځانګړنو ته په اشارې سره یې نوموړی دهیواد یو علمي او روڼ اندی، ملي او خییر شخص یاد کړ او د نوموړي له لاسه ورکول یې د هیواد لوړو زده کړو او اکاډمیکې تولنې لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.

د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس پوهندوی فرید الله فرهمند، د اروايوهنې او ټولنیزو علومو پوهنځي رییس پوهنوال ستارالدین صدیقي او د مرحوم دکتور الف شاه ځدران زوی ښاغلی محمد احسان سعادت هم د دې برنامې ویناوال وو، چې هر یو یې په خپل وار سره د نوموړي له یادونو او کارنامو څخه د یادونې ترڅنګ یې نوموړی د هیواد په علمي، فرهنګي او اکاډمیکه ټولنه کې یو د ارزښت وړ او تلپاتې شخص وباله. د مرحوم ځدراڼ زوی احسان سعادت پدې برنامه کې د خپل مرحوم پلار ځینو خاطرو او لارښوونو څخه د یادونې ترڅنګ یې د کابل پوهنتون او ټولنیزو علومو پوهنځي څخه یې د دې غونډې د جوړېدو له امله مننه وکړه.

دا برنامه د سهار په ۹ بجو پیل او تر غرمې مخکې په ۱۰:۳۰ بجو د مرحوم پوهاند دکتور الف شاه ځدراڼ پاک روح او هیواد ته د خیر او کامیابي غوښتنې په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

34.5331, 69.1661

More events

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۰:۵۷ کابل پوهنتون
Background image

په کابل پوهنتون کې د مرحوم الف شاه ځدران د مړینې په اړه د قران کریم ختم او یاد غونډه جوړه شوه

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد مرحوم پوهاند دکتور الف شاه ځدراڼ د مړينې په هکله د قران کریم ختم او یادغونډه د روان کال د تلې میاشتې په ۲۳ نېټه د کابل پوهنتون رییس او . . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱ کابل پوهنتون
Background image

په کابل پوهنتون کې د اکتوبر له دولسمې د " سپینې امسا (ړندو) نړیواله ورځ " څخه لمانځنه وشوه

د روان کال د تلې میاشتې په ۲۳ نېټه په کابل پوهنتون کې د اکتوبر دولسمې «د سپېنې امسا (ړندو) نړۍ والې ورځې څخه د لوړو زده کړو وزارت نوماند داکټر بصیر عباس، د کابل پوهنتون رییس دکتور . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۳:۴۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د اسلامي شبکه کاري او معرق کاري هنري نندارتون جوړ شو

په کابل پوهنتون کې د اسلامي شبکه کاري او معرق کاري هنري شبکې ۴۱ با ارزښته اثارو نندارتون وګړو ته د ورپېژندنې په موخه د یوې غونډې په لړ کې معرفي شو. دا غونډه د روان کال د وږي میاشتې په . . .