په کابل پوهنتون کې د روان کال زمري میاشتې په 27 نېټه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د یوسلو یومې کلیزې نمانځنه وشوه

Event dates
Event dates -
په کابل پوهنتون کې د روان کال زمري میاشتې په 27 نېټه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د یوسلو یومې کلیزې نمانځنه وشوه . پدې نمانځغونډه کې د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، د پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو ګډون درلود. د دې غونډې په اجنډا کې شعر لوستل، د پنل بحث او موسیقي شامله وه، چې په هره برخه کې د افغانستان د ازادي او د هغه په تاریخي اهمیت باندې هر اړخیزې خبرې وشوې، د شعر دکلمه او موسیقي غږېدل هم په همدې هکله تر سره شول. د کتاب نندارتون د عازم خپرندویې ټولنې او د افغانستان د تاریخي عکسونو نندارتون د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي په نوښت شوی وو، چې دا د اجنډا له نورو برنامو څخه وو.
دا نمانځغونډه، چې د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي او د زده کړیال شعر کانون د مسوولینو په هڅو د ماسپښين په 1:30 بجه پيل او د مازیګر په 4 بجو هیواد او هیوادوالو ته د خیر او ښېګڼې د دعا په کولو سره پای ته ورسېده