په کابل پوهنتون کې د تازه شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه او د لومړي او مني سمسټر درسونو پیل

Abdul Hai Alamyar
یشسیبشسیب

په پام کې ده، چې د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه د شنبې په ورځ د تازه شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه او د لاندې مهال ویش سره سم د کابل پوهنتون د لومړي سمسټر او مني سمسټر درسونه پیل شي.

پدې توګه له ټولو تازه شامېلېدونکو او برحاله درنو محصلینو څخه غوښټنه کیږي، چې د شنبې له ورځې خپلو اړوندو پوهنځیو ته د درسونو لپاره ورشي او د کابل پوهنتون د محصلینو چارو امریت د ټاکلي مهال ویش سره سم د تازه شامېلیدونکي محصلین په ټاکلو ورځو کې د تابعیت له تذکرې، ۴ قطعې عکسونو، د کانکور ID نمبر په درلودو او روغتیايي لارښوونو په پام کې نیولو سره، چې لاندې ذکر شوي دي د نوملیکنې په ځای (د نشراتوامریت) کې حاضر شي.

  • له ماسک څخه ګټه اخیستنه اړینه او لازمي ده؛
  • له یو بل څخه دوه متره واټن په پام کې نیول؛
  • د نوملیکنې په ځای کې له دوه کسانو څخه د زیاتو کسانو راټولېدنې مخنیوی.

نوټ: په کابل پوهنتون کې تازه شامېلېدونکي محصلین، چې له نوملیکنې څخه پاتې کیږي، د لړم میاشتې له ۲۰ څخه تر ۲۴ پورې دې د پوهنتون د نشراتو امریت ته مراجعه وکړي، که نه نو نوم لیکنه به یې ونشي او ښآغلي محصلین به د شکایت حق ونه لري.

 

بسیشس

Latest announcements

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۸:۸
Background image

د محترمو رسنیو د پام وړ!

په پام کې ده، چې کابل پوهنتون سبا د روان کال د لړم میاشتې په ۱۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ تر غرمې مخکې په ۱۱ بجو د لړم میاشتې د دولسمې نېټې د خونړي برید، چې په پایله کې د دې علمي بنسټ یو . . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۳:۴۶
Background image

د کابل پوهنتون د درسونو د بیا پيل خبرتیا

د کابل پوهنتون رهبري هئیت، پر کابل پوهنتون د لړم میاشتې د ۱۲ نېټې تراژيدۍ او غمجنې پېښې په اړه خپل د ژورې خواشینۍ او تاسف او دا وحشيانه پیښه، چې د دینې، انساني او بشري حقونو خلاف ده، . . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۳:۴۳
Background image

خبرتیا !

د دې وحشيانه پیښې په اړه، چې په هغه کې د کابل پوهنتون یو شمېر ګران محصلین شهید او ټپیان شول د ژورې خواشیني او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي.

پدې توګه، د دې پوهنتون ټولو برحاله او نوي . . .

Back to announcements