په کابل پوهنتون کې د اسلامي شبکه کاري او معرق کاري هنري نندارتون جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
asdfa

Event dates

Event dates -

په کابل پوهنتون کې د اسلامي شبکه کاري او معرق کاري هنري شبکې ۴۱ با ارزښته اثارو نندارتون وګړو ته د ورپېژندنې په موخه د یوې غونډې په لړ کې معرفي شو. دا غونډه د روان کال د وږي میاشتې په ۳ نېټه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، د کابل پوهنتون رییس، په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، د افغان فلم رییسې، د کابل ښاروالي د شپږمې ناحیې رییس، د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس، د دې پوهنتون استادانو او محصلینو په ګډون د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د دکتور عنایت الله شهراني په تالار کې پرانیستل شو.

د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس پوهنمل سمیع الله نبي پور د دې غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست او د دې برنامې ټولو همکارانو د ستاینې ترڅنګ یې د ښکلو هنرونو پوهنځي په موخو او پالیسي، د افغانستان په اسلامي ټولنه کې د هنر لپاره د زمینې برابرول او د هنر، ټولنې او مذهب تر منځ د یو هر اړخیز تعامل رامنځته کول، اسلامي هنري ارزښتونه او په اسلامي تمدن کې د هنر رول په اړه یې خبرې وکړې او دا ډول برنامې یې یادو موخو ته په رسېدو کې اغېزمنې او ګټورې وګڼلې.

وروسته د کابل پوهنتون رییس محمد عثمان بابري د دې نندارتون جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ «د ټولنې په لوري د پوهنتونونو کړنو د بدلون اړتیا او د خلکو او هیواد اړتیاوې» او د «کلتوري ازادیو» څخه د معلوماتو نه درلودل د «ابتذال» په لوري د ټولنې تللو باندې خبرې وکړې او د دې معظل په لرې کولو او د هنر او کلتور ترمنځ د اړیکې په معقول توب کې یې د اړوندو برخو مسوولینو په ځانګړې توګه د اکاډمیک قشر هدفمندو هڅو ته دقت او پاملرنه ګټوره او اړینه وبلله.

پدې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټول اسلامي اثار، چې له پخوانیو څخه مونږه ته پاتې دي او اوس تر سترګو کیږي په نقشونو ښکلي شوي او ښکلي هنري اغېزې لري، چې دا د متخصصو هنرمندانو د  مهارتونو د ژور عشق او احساس او د هنر- ټولنې او دین د نژدې اړیکې ښوونه کوي او د دې اړيکې په زیاتې پیاړتیا یې تاکید وکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیالې او د کابل پوهنتون استادې پوهنیارې مژګان مصطفوي دا نندارتون مبارک یاد کړ او ویې ویل، چې د هرې ټولنې شته د هغې ټولنې د کلتور او کلتوري ارزښتونو مدیون وباله، شبکه کاري او معرق کاري یې د افغانستان د اسلامي ټولنې د غني هنر او کلتور له برخو څخه وشمېرل. مېرمن مصطفوي په فرهنګي او د فرهنګ او هنري-فرهنګي ارزښتونو بېرته راژوندي کولو په موخه په ودانیو او اباديو کې د معرق کاري هنر او نقش ویستل مهم او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ښکلو هنرونو پوهنځي ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو او ټینګو اړیکو په رامنځته کولو یې تاکید وکړ.

د دې نندارتون په پای کې د ښکلو هنرونو هغو ۱۵ تنو ته، چې د دې اثارو په پنځونه کې رول درلود، د هغوی همکار استادان او د پیمان پروډکشن رییس ښاغلي سید مجیب الدین، چې د دې نندارتون مالي همکار وو ستاینلیکونه ورکړل شول او وروسته د دې غونډې ګډون کوونکو د نندارتون په سیمه کې، چې د ښکلو هنرونو پوهنځي په شنه سیمه کې جوړه شوې وه، د اسلامي شبکه کاري او معرق کاري له ۴۱ ارزښتمنده اثارو څخه لیدنه وکړه.

34.517386411567, 69.135922193527

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

More events

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۱:۸
Background image

د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

پداسې حال کې چې په الهي تقدیر او د لوی خدای جل جلاله په رضا باندې باور او عقیده لرو، په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل پوهنتون . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۶:۵۵
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

 

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د انسان پېژندنې او لرغون پوهنې دیپارتمنت استاد پوهنوال . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۳۵
Background image

د کابل پوهنتون رهبرۍ د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېره ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلی دکتور پوهاند عبدالقدوس راجی لدې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.

پوهاند . . .