په ځمکپوهنه پوهنځي کې د یخچالونو ساتنې او ارزونې په تړاو ۵ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۴:۲۶
61542

د روان کال کب میاشتې په ۳ نېټه د کابل پوهنتون په ځمکپوهنه پوهنځي کې د اوبو سرچینو، یخچالونو ساتنې، څارنې، ارزونې او تحلیل په اړه جوړ شوی ۵ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

نوموړي ورکشاپ ۵ ورځې دوام وکړ، چې د ځمکپوهنې، انجینري، کرنې او چاپیریال پوهنې پوهنځیو ۲۰ تنه استادانو پکې ګډون کړی وو. ددې ورکشاپ موخه اوبو سرچینو مدیریت، پلان جوړونې او تصمیم نیولو په خاطر د هایدورلوژي مدل پلي کېدل وو.

په دې ورکشاپ کې د کمپیوټري مدلونو څخه په ګټه اخیستنې سره د یخچالونو، د هېواد اوبو سرچینو تحلیل او ارزونه وشوه او د هغه د ساتنې او مدیریت په اړه بحث ترسره شو.

د ورکشاپ وروستۍ ورځ د ځمکپوهنې پوهنځي څلورم ټولګي محصلینو او استادانو د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو سره په همغږۍ د عملي کار په ساحه کې عملي کار ترسره کړل.

نوموړی ورکشاپ د ځکمپوهنې پوهنځي هایدرو میترولوژي څانګې استادانو لخوا جوړ شوی وو، د یاد ورکشاپ په پای غونډه کې د کابل پوهنتون مرستیالانو او د ځمکپوهنې پوهنځي رئیس هم برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۸:۴۰
Background image

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ.ل کال لومړۍ ګڼه خپره او پر لیکه شوه.

په دې ګڼه کې (۱۲) علمي- څېړنیزې مقالې شاملې دي، چې په کې د انجنیري، کمپیوتر ساینس، زراعت،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: