له سلو تنو څخه زیاتو محصلینو د څیړنې ترسره کولو چارو، ددندې مهارتونو او کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخو کې زده کړې وکړې
نوموړی پروګرام د کابل پوهنتون محصلینو خدماتو انسجام آمریت لخوا ترسره شو، چې پکې ۴۰ تنه د دندې مهارتونو، ۴۵ تنو د څیړنې ترسره کولو چارو او ۴۷ تنو نورو د کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخو کې زده کړې ترسره کړې.
د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي پر فارغو محصلینو د تصدیق پاڼو وېشلو په وخت کې د یاد پروګرام د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او محصلین یې د ګډون له امله و هڅول.
د یادونې ده چې د څیړنې ترسره کولو چارو ښوونیز پروګرام د ملي احصایې ادارې د زده کړې او څیړنې ریاست په مرسته د محصلینو لپاره ترسره شوی وو.