د 1400 کال د کابل حوزي د کانکور ازموینې اخیستو بهیر په کابل پوهنتون کې پیل شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۱۷:۱۳
ku

د کابل حوزې د ۱۴۰۰ کال د کانکور ازموینې اخیستو بهیر د روان کال د زمري په ۱۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د ازموینو د ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش په حضور په کابل پوهنتون کې پیل شو.

د لوړو زده کړو وزیر داکتر عباس بصیر، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش هر یو د کانکور ازموینو د عدالت په تامین تاکید وکړ او ویې ویل، چې د کانکور ازموینه په داسې شکل طراحي او عیاره شوې، چې هېڅ ډول جعل، تقلب او تزویر نشي کولای په هغه کې نفوذ وکړي او داوطلبان د له دې اړخه په پوره ډول ډاډه واوسي او د کامیابي یواځينۍ معیار به د داوطلبانو استعداد، وړتیا او توانايي ده.

د کابل حوزې ازموینه په څلورو دورو کې اخیستل کیږي، لومړۍ او دوهمه دوره یې د پنجشنبې (د زمري په ۱۴) او درېمه او څلورمه یې دوره یې د جمعې په ورځ د (زمري په ۱۵) نېټه د کابل په ټولو دولتي پوهنتونونو کې اخیستل کیږي او د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش په وینا تر ۵۸ زرو څخه زیات داوطلبان به پدې څلورو دورو کې ګدون وکړي.

د نورو ۳۳ ولایتونو ازموینه پخوا په دوه دورو کې اخیستل شوې. د ازموینو د ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش وایې، چې د کانکور پدې ازموینه کې عمومي، دیني علوم او د ۱۴۰۰ کال د شپې پوهنځیو ټول ۲۱۴۹۸۱ تنو ګډون کړی، چې له دې ډلې څخه ۱۳۳۱۸۴ تنه یې هلکان او ۸۱۷۹۷ یې نجوني دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۹:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د ۱۴۰۱ کال خپلې لاسته راوړنې او د راتلونکي ۱۴۰۲ کال پلانونه او طرحې د کنفرانس په ترڅ کې وړاندې کړې

د کرنې پوهنځي رهبرۍ د 1401 کال کړنې، لاسته راوړنې او ستونزې د کنفرانس په ترڅ کې د پوهنتون د رهبرۍ ته وړاندې کړې او د راتلونکي 1402کال د پلانونو او طرحو څخه یې هم خبر کړل.

د کرنې پوهنځي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون ادراي او مالي چارو مرستیال ښاغلي حافظ عبیدالله "عبیده" د روان کال کب میاشتې په ۲۵ نېټه پنجشنبې ورځ د کابل پوهنتون په انګړ کې د پوهنځيو رئیسانو، استادانو او محصلینو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۵:۲۰
Background image

په کابل پوهنتون کې د ککړې هوا د تصفیه کېدو اختراع شوی فیلتر نندارې ته وړاندې شو

نوموړی فیلتر د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي تکنالوژۍ ریاست په مرسته د انجینر سیدزمان سعادت لخوا اختراع او جوړ شوی دی، ددې فلتر د نندارې په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانوو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا