د کمپیوټر ساینس پوهنځي او مالیې وزارت معلوماتي ټکنالوۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د یاد هوکړه لیک له مخې به د څلورم ټولګي محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شي او ورسره به همهاله ممتازو محصلینو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځی څلور ډیپارټمنټونه لري، چې معلوماتي ټکنالوژۍ، معلوماتي سيسټمونو، سافټ ویر انجینري او کمپیوټر ساینس په برخو کې فعالیت کوي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دوکتورا برنامه هم په یاد پوهنځي کې پیل شوه.