د کابل پوهنتون د فوق لیسانس زده کړو(ماسټري او دکتورا) د برنامې خبرتیا!

په پام کې ده د کابل پوهنتون د ماسټري په ټولو برنامو (د لاندې جدول پر بنسټ) کې د ۱۴۰۰ ل.ل کال لپاره محصلین ومني.پدې توګه د ماسټري برنامې نوملیکنې بهیر د (۱۴۰۰ د وري ۲) نېټې څخه پیل او د ۱۴۰۰ د غوايي تر پای پورې به دوام ومومي.
د کابل پوهنتون د ماسټري په ټولو برنامو کې د محصلینو د منلو شرایط
- د ډیپلوم او ټرانسکریپت درلودل، چې د لوړو زده وزارت له لوري تائید شوي وي (اصل او کاپي)؛
- د لیسانس دورې کم تر کمه د ۶۵ ٪ نومرو لرل؛
- د تابعیت اصلي تذکرې درلودل؛
- دوه قطعې عکسون درلودل.
غوښتونکي باید لاندې موارد په پام کې ونیسي:
- غوښتونکو ته د نوملیکنې فورمې په اړوندو پوهنځي توزیع کیږي؛
- پوهنځي ته د ورتګ پر مهال د واټن، ماسک، دسکش او نورو اړینو روغتیايي وسایلو په پام کې نیول؛
- د ماسټري برنامې د نوملیکنې فورمې بیه (۵۰۰) افغانۍ ده؛
- د ازموینې د منابع د لست او په برنامه کې د منلو شرایطو په هکله نور معلوماتو له اړوند پوهنځي څخه واخیستل شي؛
- د ازموینې د اخیستو د ورځې په هکله معلومات په رسمي ډول د ازموینو ملي ادارې له لوري اعلانیږي؛
- د ارزونې دویم پړاو تر سره کېدل (د بهرنیو ژبو ازموینه او مصاحبه) هغو داوطلبانو، چې په لومړی ازموینه کې یې لوړې نومرې تر لاسه کړي، د کابل پوهنتون له لوري اخیستل کیږي؛
- داوطلب هرې برنامې ته د لارموندنې په صورت کې د (۲۵۰۰) افغانیو حق الشمول پر ورکړه د یو ځل لپاره مکلف دی؛
- د ماسټري په ټولو برنامامو کې تدریس له (پښتو او دري) څخه پرته په بهرنیو ژبو (عربي او انګلیسي) ورکول کیږي.
د کابل پوهنتون د ماسټري برنامو د فیس اندازه او د شمېر جدول، چې د ۱۴۰۰ کال لپاره محصل مني
شمېره
پوهنخی
د ماسټري برنامې نوم
د یو سمسټر فیس
1
اقتصاد
اداره او تجارت
45000
2
مالي او بانکې چارې
45000
3
زراعت
اگرانومي
45000
4
حیواني علوم
45000
5
حقوق او سیاسي علوم
نړۍ والې اړیکې
45000
6
پالیسي او عامه اداره
45000
7
وترنري علوم
کلینیکي طب
45000
8
کمپیوتر ساینس
معلوماتي سیسټمونه
45000
9
معلوماتي ټکنالوژي
45000
10
فزیک
هستوي فزیک
45000
11
انجنیري
د برق او الکترونیک انجنیري
45000
12
ریاضي
ریاضیات
40000
13
ټولنیز علوم
جندر او د ښځو مطالعات
40000
14
شرعیات
تفسیر او حدیث
35000
15
شریعت او قانون
35000
16
ارواپوهنه او روزنیز علوم
ښوونیز مدیریت
35000
17
ژبې او ادبیات
دري
30000
18
عربي
30000
19
پښتو
30000
20
ښکلي هنرونه
تجسمي هنرونه
25000