د کابل پوهنتون د فوق لسانس زده کړو د آمریت خبرتیا!

ناپیژنده (not verified)
fasdf


د کابل پوهنتون د ماسټري اودکتورا برنامې آمریت په پام کې لري تر څو د ماسټري برنامې نوملیکنه، چې مخکې د روان کال د چنګاښ میاشتې تر ۱۸ پورې یې ښاغلو مراجعین ته خبر ورکړل شوی وو، اوس د روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې په پام کې نیولو سره په ۱۳ ځایونو (اړوندو پوهنځیو کې) د وروستی ځل لپاره د(۱۳۹۹/۰۴/۳۱) نېټې پورې غځول کیږي.
او همدارنګه توزیع شوي فورمو سپارل دری ورځې وروسته د ذکر شوي نیټه څخه (۱۳۹۹/۰۴/۳۱) د اعتبار و‌ړ دی .

ښاغلي داوطلبان د لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسي.
• له ماسک او دسکش درلودل؛
• له یو بل سره دوه متري واټن په پام کې نیول؛
• د نوملیکنې په ځای کې له دوه کسو څخه د زیاتو هغو نه درېدل.

د منلو شرایط:
• د ډیپلوم او ټرانسکریپت درلودل، چې د لوړو زده وزارت له لوري تائید شوي وي (اصل او رنګه کاپي)؛
• د لسانس دورې کم تر کمه د ۶۵ ٪ نومرو لرل؛
• د تابعیت اصلي تذکرې درلودل؛
• دوه قطعې عکسون درلودل.

غوښتونکي باید لاندې موارد په پام کې ونیسي:
• د داوطلب د نوم لیکنې پاڼې په اړوند پوهنځي کې ویشل کیږي؛
• د ماسټري برنامې د نوملیکنې فورمې بیه (۵۰۰) افغانۍ ده؛
• د مابعو د لست په هکله د زیاتو معلوماتو لپاره اړوند پوهنځي ته مراجعه وکړئ؛
• د ازموینې د اخیستو د ورځې په هکله معلومات په رسمي ډول د ازموینو ملي ادارې له لوري اعلانیږي؛
• د ارزونې دویم پړاو تر سره کېدل (د بهرنیو ژبو ازموینه او مصاحبه) هغو داوطلبانو، چې په لومړی ازموینه کې لوړې نومرې تر لاسه کړي، د کابل پوهنتون له لوري اخیستل کیږي؛
د ماسټري په ټولو برناما مو کې له (پښتو او دري) څخه پرته په بهرنیو ژبو (عربي او انګلیسي) تر سره کیږي.

 

وروستۍ خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د ۱۴۰۱ هـ ل کال د ماسټرۍ برنامې د کامیاب شوو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د کابل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرامونو د ۱۴۰۱ هـ ل کال بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې پروسه د روان کال د چونګاښ له دولسمې نېټې پيل او د همدې میاشتې تر پایه د اړوندو . . .

Back to announcements

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم