د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداري ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان کال د زمري په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ریسس داکټر محمد ابراهیم شینواري، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مرستیال پوهنمل دکتور عبدالکریم توتاخېل او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رییس پوهنوال اقا محمد ژکفر له لوري لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک په لاسلیک کې د کابل پوهنتون ریاست او د ولسمشرۍ مانۍ د چارو اداره تائید کوونکي او ملاتړ کوونکي دي.
د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، چې پدې هوکړه لیک کې مثبت او کلیدي ټکي شتون لري او دا کولای شي د فارمسي پوهنځي او د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداې تر منځ د همکاریو کچه لوړه کړي. پوهاند بابري تاکید وکړ، چې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي علمي او اکاډميکې وړتیا ته په کتو د خوړو او درملو ملي ادارې سره همکاري ته تیار دی. د کابل پوهنتون رییس زیاته کړه، چې پدې هوکړه لیک کې مهم او حیاتي تعهدات شامل دي او د خوړو او درملو د کیفیت د غوره والي لپاره او همدارنګه په هیواد کې د درملتونونو او درملو تولید شرکتونو کړنو څارنې باندې اغېزمن دی.
وروسته د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رییس ډاکټر ابراهیم شینواری د دې هوکړه لیک د لاسلیک څخه یې د کابل پوهنتون د رییس همکاري او ملاتړ څخه مننه او ستاینه وکړه، ویې ویل، چې د خوړو او درملو ملي اداره یوه حیاتي او بنسټیزه اداه او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي مرستې او همکاري ته یې اړتیا پیدا کړې او دا هوکړه لیک لاسلیکوي. ښاغلي شینواري زیاته کړه، چې د دې هوکړه لیک د غوره پلي کېدو لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې او د کابل پوهنتون او فارمسي پوهنځي ترمنځ یو کاري ګروپ جوړیږي ترڅو له نژدې له یو بل سره مسایل شریک کړي او په هیواد کې د خوړو او درملو د کیفیت او اغېزمنتوب په برخه کې د مثبتو بدلونونو سبب شي.
په ورته وخت کې دولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مرستیال دکتور عبدالکریم توتاخېل د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د خوړو او درملو ملي ادارې ترمنځ یو د همکاریو په برخه کې غوره ګام وباله او د هیواد د خوړو او درملو کیفیت کنټرول او څارنه ټیټه ده او پدې برخه کې سیسټم هم له ستونزې سره مخ دی او مونږ هیله لرو، چې د دې هوکړه لیک لاسلیک وکولای شي پدې برخه کې ګټور او اغېزمن واقع او د فارمسي پوهنځي د استادانو او فارمسستانو له وړتیاوو څخه ښه ګټه پورته شي.
همدارنګه د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رییس پوهنوال اقا محمد ژکفر وایې، چې د دې هوکړه لیک د مفاد پربنسټ د فارمسي پوهنځي او د درملو ملي ادارې ترمنځ د خوړو او درملو مهمو ستونزو او اړتیاوو باندې علمي څېړنې او مطالعې تر سره کول، د خوړو فارمسستانو او تکنشنانو دوامداره مسلکي پراختیا، د خوړو او درملو د سټراټیژيو او پالسیو جوړولو په هکله همکاري، خوړو او درملو ملي ادارې د ګمارنو بورډ له لارې د فارمسستانو په استخدام کې همکاري، د درملو او زهرجنو موادو لپاره د مرکز جوړول او د معلوماتو ورکونې لپاره د ګډ مرکز جوړولو د سرچینوجذبول، او د سمي موادو کنټرول او تشخیص به تر سره شي.