د کابل پوهنتون د شرعي علومو نړیوال ژورنال خبرتیا!

د کابل پوهنتون د شرعي علومو نړیوال ژورنال (مجلة الدراسات الإسلامية - جامعة كابل) د ISSN او DOI نمبرونو په درلودلو سره معیارې او د لوړ کیفیت درلودونکې علمي مقالې په عربي ژبه خپروي. دا ژورنال چې له وړاندې په ګوګل سکالر، کراسریف، ISSN او نورو نړیوالو علمي ډیټابیسونو او کتابتونونو کې ثبت وو اوس د عربي نړۍ په (معامل التأثیر العربي یا Arab Impact Factor ) ډیټابیس کې هم ثبت شوی دی.
ياد ژورنال ته د آنلاين لاسرسي لینک: https://jis.edu.af