د کابل پوهنتون د درسونو د بیا پيل خبرتیا

Abdul Hai Alamyar
یبشسیب

د کابل پوهنتون رهبري هئیت، پر کابل پوهنتون د لړم میاشتې د ۱۲ نېټې تراژيدۍ او غمجنې پېښې په اړه خپل د ژورې خواشینۍ او تاسف او دا وحشيانه پیښه، چې د دینې، انساني او بشري حقونو خلاف ده، خپل د خواشیني او ډاډګیرنې مراتب د دې غمګینې پېښې د شهید او ټپي شوو محصلینو درنو کورنویو، محصلینو، استادانو، همکارانو، د هیواد لوړو زده کړو او اکاډمیکې ټولنې ته څرګندوي.

د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ، د کابل پوهنتون رهبري هئیت د لوړو زده کړو وزارت رهبري او امنیتي چارواکو سره د یوې ګډې ناستې په لړ کې د دې پوهنتون د غوره امنیتي تدابیرو په هکله اړین تصمیم ونیول شو. پدې توګه په پام کې ده، چې د درسونو د سکتګۍ د مخنیوي په موخه د کابل پوهنتون درسونه ټاکل شوي مهال ویش پربنسټ د روان کال د لړم میاشتې په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ بېرته پیلیږي. نو پدې توګه له ټولو محصلینو څخه هیله مند یو، چې سر له سبا خپلو درسونو ته حاضر شي.

همدارنګه د نجونو او هلکانو لیلیې بېرته فعالې شوي او د ولایتونو ګران لیلیه محصلین کولا شي، چې سر له سبا لیلیو ته ورشي. په دې ډول د ۱۳۹۹ کال نوي شامېلېدونکو محصلینو د نوملیکنې بهیر د ترتیب شوي مهال ویش پر بنسټ دوام مومي.

د دې غمجنې پیښې د شهیدانو او ټپيانو کورنیو سره د غمشریکي مراسمونو تنظیمولو کمیټې جوړې، د ټپیانو پوښتنې او د ګرانو شهیدانو د یادښت برنامې هم جوړې شوي، چې تاسو ښاغلو ته به یې په راتلونکو ورځو کې خبر درکړو.

درنښت

د کابل پوهنتون رهبري هئیت

Latest announcements

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۸:۸
Background image

د محترمو رسنیو د پام وړ!

په پام کې ده، چې کابل پوهنتون سبا د روان کال د لړم میاشتې په ۱۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ تر غرمې مخکې په ۱۱ بجو د لړم میاشتې د دولسمې نېټې د خونړي برید، چې په پایله کې د دې علمي بنسټ یو . . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۳:۴۶
Background image

د کابل پوهنتون د درسونو د بیا پيل خبرتیا

د کابل پوهنتون رهبري هئیت، پر کابل پوهنتون د لړم میاشتې د ۱۲ نېټې تراژيدۍ او غمجنې پېښې په اړه خپل د ژورې خواشینۍ او تاسف او دا وحشيانه پیښه، چې د دینې، انساني او بشري حقونو خلاف ده، . . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۳:۴۳
Background image

خبرتیا !

د دې وحشيانه پیښې په اړه، چې په هغه کې د کابل پوهنتون یو شمېر ګران محصلین شهید او ټپیان شول د ژورې خواشیني او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي.

پدې توګه، د دې پوهنتون ټولو برحاله او نوي . . .

Back to announcements