د کابل پوهنتون او د افغانستان اسلامي بانک ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

Abdul Hai Alamyar
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۴:۳۶
ytr

د افغانستان اسلامي بانک اجرائیوي رییس ښاغلي موسی کلیم الفلاحي او د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د یوې غونډې په لړ کې، چې د روان کال وږي میاشتې په  ۱۱ نېټه د کابل پوهنتون د مرستیال، د پوهنځیو رییسانو او د دې پوهنتون استادانو په ګډون د علمي شورا په تالار کې جوره شوې وه، «په هیواد کې د عامه پوهاوي همغږي او د اسلامي بانکداري دودول؛ په کابل پوهنتون او لدې لارې په ټول هیواد کې د زده کړې، تربیوي څېړنو او په اقتصادي او بانکداري برخه کې ظرفیت جوړونه، په نشراتي او تبلیغاتي برخه کې د کابل پوهنتون ریاست څخه د افغانستان اسلامي بانک ملاتړ او همکاري او ...» په موخه لاسلیک شو.

د کابل پوهنتون رييس محمد عثمان بابري پدې غونډه کې د خپلو خبرو په پیل کې د افغانستان اسلامي بانک اجرائيوی رییس ښاغلي موسی کلیم الفلاحي او نورو ګډونوالو ته د کابل پوهنتون علمي شورا تالار ته ښه راغلاست وویل او د دې هوکړه لیک په لاسلیک او د ظرفیت لوړونې، مالي ملاتړ او د دې هوکړه لیک په نورو خدمتونو باندې یې خوښي وښوده او دا یې په کابل پوهنتون کې د پورته موخو اړوندو اړتیاوو د اغېزمنو ګټو او کمیو د له منځه وړلو په برخه کې ګټور وباله او وروسته په یادو برخو کې د همکاریو هوکړه لیک، چې له مخکې جوړ شوی وو د افغانستان اسلامي بانک اجرائیوي رییس سید موسی کلیم الفلاحي او د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري له لوري لاسلیک شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۷:۱۵
Background image

د کابل پوهنتون رهبري هیئت د ۱۳۹۹ کال د نوي شامېلېدونکو محصلینو د نوملیکنې له بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رهبري هیئت د لړم میاشتې په ۴ نېټه د یک شنبې په ورځ د ۱۳۹۹ کال د نوې شامېلېدونکو محصلینو د نوملیکنې (HEMIS) – دویمې ورځې له بهیر څخه، چې د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۰
Background image

د کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ کال نوي شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه پیل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ کال نوي شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه (HEMIS) د ریاست مقام د لارښوونې او د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پربنسټ د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه د کابل. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۹:۵۳
Background image

په کابل پوهنتون د رواني روغتیا نړۍ واله ورځ ولمانځل شوه

په کابل پوهنتون کې د رواني روغتیا نړۍ واله ورځ، چې د اکتوبر لسمه او د روان لمریز کال د تلې میاشتې له ۱۹ نېټې سره برابره ده، د یوې غونډې په لړ کې ولمانځله.

دا غونډه د روان کال د تلې. . .

BACK TO NEWS