د محصلینو ترمنځ د کابل پوهنتون په لیلیه کې د شعر او همدردي ماښام فرهنګي برنامه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
ggggggg

Event dates

Event dates -

د شعر شپه فرهنګي برنامه د روان کال د تلې میاشتې په ۱ او ۳ نېټه د سې شنبې او پنج شنبې شپې د کابل پوهنتون رییس، د محصلینو چارو مرستیال، مالي او اداري چارو مرستیال، د پوهنتون لیلیې مسوولینو او په سلګونو محصلو نجو او هلکانو په ګډون د کابل پوهنتون د نجونو او هلکانو په لیلیه کې جوړه شوه.

دا برنامه، چې د محصلینو ترمنځ د همدردي په رامنځته کېدو او پراختیا په موخه جوړه شوې د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل او وروسته د محصلینو له لوري د ښکلو، خوږو او له مفهومه ډک شعرونو په لوستلو، چې هر یو د دې محصلینو د سولې، همدردي او ګډ ژوند کولو په هکله لیکلي وو ادامه پیدا کړه. د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې برنامه کې خبرې وکړې او په پیل کې یې د دې فرهنګي برنامې په جوړېدو خوښي وښوده او د دې ډول برنامو جوړېدل یې د همدردي په رامنځته کېدو، پراختیا او ګډ سوله ییز ژوند او د محصلینو په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون د لیلیو د محصلینو او د هیواد د ټولو پوهنتون ترمنځ د یوې مناسبې او مطلوبې فضاء په رامنځته کېدو کې ګټور وبلله او د دې فرهنګي برنامې له جوړوونکو او مبتکرینو څخه یې مننه وکړه. پوهاند بابري د خبرو په لړ کې حاضرو محصلینو ته په خطاب کې د یووالي او همدردي په ساتنه، همکاري، نیک فکر او د زده کړیالانو د ټولنیزو ښو اړیکو په برخه کې مسوولانه هڅو باندې تاکید وکړ.

دا برنامه د نورو ډول- ډول فرهنګي برنامو په څېر هر کال د محصلینو او د پوهنتون د لیلیو د مسوولینو له لوري جوړيږي، د کرونا ویروس د قرنتینه دورې وروسته او د حضوري درسونو په پیل او په کابل پوهنتون کې د محصلینو په دوباره حضور سره له سره پیل شوه.

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

More events

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۱:۸
Background image

د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

پداسې حال کې چې په الهي تقدیر او د لوی خدای جل جلاله په رضا باندې باور او عقیده لرو، په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل پوهنتون . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۶:۵۵
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

 

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د انسان پېژندنې او لرغون پوهنې دیپارتمنت استاد پوهنوال . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۳۵
Background image

د کابل پوهنتون رهبرۍ د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېره ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلی دکتور پوهاند عبدالقدوس راجی لدې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.

پوهاند . . .