د تدریس میتودونه

په ځمکپوهني پوهنځی کي دعلم اومهارتونو د لیږد په موخه د تدریس له مختلفو میتودونوڅخه کار اخستل کیږی. دبیلابیلو مضامینو تدریس د اړوند مضامینود استادانو لخوا په عملی اونظری توګه د مفراداتو سره سم ترسره کیږی. د تدریس دلا اغیز منتوب لپاره استادان زیاتره له پاورپاینت، نقشو، ګرافونو او نورو معلوماتو څخه کاراخلی اود دی سربیره محصلان له لکچر نوټ، معیاری درسي کتابونو، کتابتون، انټرنټ  او دیجیټلی منابعو څخه هم برخمن کیږی .همدغه راز محصلان له اړوند لابراتوارونوڅخه په خپلوعملی درسونوکي زده کړی کوی. د محصلانو د ستونزو د حل او د نویو علمی لا سته راوړنو په هکله کله ناکله د اړونده مضامینو داستادانو له لوری مشورتی درسونه اوکنفرانسونه هم دایریږی.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم