دافغانستان اسلامی جمهوری دولت د د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

لکه څنګه چې خبر یاست، د کویډ۱۹ (کرونا) وایرس په خپریدو سره، په نړۍ او زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د ژوند نورمال سیسټمونه، اداري چارې او خدمتونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي چې د دغو ستونزو له جملې څخه یوه هم په ټول هیواد کې په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د زده کړه ېیزو خدمتونو ځنډیدل دي.
مخکې د ا.ا.ج. لوړ مقام د (۱۳۹۸) کب (۲۸) نیټې (۸۰) ګڼه حکم په اساس چې د عامې روغتیا محترم وزارت د وړاندېز په څنډه کې صادر شوی دی، د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونه د (۱۳۹۹) وري میاشتې تر پایه رخصت شوي و.
د ا.ا.ج. کابینې د (۱۳۹۹) وري (۲۸) نیټې (۴) ګڼې پریکړه کې د کويډ۱۹ناروغۍ ورځ تر بلې خپریدو ته په کتو، د کاري رژيم د تنظیم طرزالعمل (۱) شمیرې ضمیمې د تعدیل مطابق د یاد شوي وایرس د خپریدو څخه د مخنیوي له کبله د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو رخصتۍ د (۱۳۹۹) ثور میاشتې تر (۲۰) نیټې پورې تمدید کړې دي.
بناءً دلوړو زده کړو ټول دولتي او خصوصي بنسټونه دې د کابینې د پریکړې مطابق خپل اجراآت برابر کړي.