د کابل پوهنتون رئیس د فارمسي پوهنځي په میني لب کې د درملو د کیفیت د ارزونې له بهیره لیدنه وکړه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۴:۵۶
11

 

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او مرستیالانو یې د روان کال د تلې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د محصلینو د روزنې او د درملو د کیفیت ارزونې د دریم دور/ پړاو له بهیر څخه د فارمسي پوهنځي په میني لب کې لیدنه تر سره کړه.

پدې کتنه کې د پوهنتون رئیس د عملي کارونو په تر سره کولو کې د فارمسي پوهنځي د رهبرۍ له هڅو او زیار څخه د مننې او قدرداني په ترڅ کې محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې په ارامه او پوره ذهن سره زده کړې وکړي او خپلو عملي کارونو ته پام وکړي. ځکه د پوهنتون رهبري په پوره اخلاص د دوی خدمت کوي. دکتور عزیز عملي کارونه د محصلینو لپاره مهم او ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې په عملي کار کې نظري مسایل په عمل کې لیدل کېږي، چې د محصلینو لپاره ګټور تمامېږي.

د فارمسي پوهنځي محصلانو هم د خپل عملي کار په ترڅ کې د پوهنتون د مشرتابه له شتون څخه هر کلی وکړ او د پوهنځي په میني لب کې یې د درملو د کیفیت د ازموینې او ارزونې بهیر په تفصیل سره بیان کړ، چې د پوهنتون د مشرتابه لخوا یې ستاینه وشوه. پدې پروګرام کې یو تن ګډونوال محصل ټینګار وکړ چې دوی له عملي کارونو سره علاقه لري ځکه چې ډېر څه ترېنه زده کولای شي.

د درملو د کیفیت د ارزونې په دریم دور/ پړاو کې ۱۹ قلمه درمل د ۲۲۰ نمونو په ګډون چې د مرکز او ولایتونو له ۳۳ روغتونونو څخه را ټولې شوې . دا دور/ پړاو دری اونۍ وخت نیسي او د ارزونې راپور او پایلې به یې وروسته ارائه شي.

د یادونې وړ ده چې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د درملو د کیفیت د ارزونې په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي. په ځانګړي توګه د درملو او خوراکي توکو له ملي ادارې سره له بهر څخه د وارد شوو درملو په ارزونه کې مرسته کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم