د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه
د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د روان کال د غبرګولي په ۳ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او د هغه د مرستیالانو ، د پوهنځیو رییسانو او د دې شورا د نورو غړو په ګډون په کابل پوهنتون کې جوړه شوه.
د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د دې ناستې په پرانیسته کې په ځینو موضوعاتو د هغې له ډلې د کابل پوهنتون په ادارو کې د علمي او رهبري شورا د پرېکړو په پلي کېدو کې جدیت، په لابراتوارونو کې د محصلینو لپاره د عملي کار لپاره د زیاتې زمینې برابرول، کتابتون او د پوهنتون نورې څېړنیزې سیمې، په پوهنتون کې د ادابو او اسلامي شئونو د مراعتولو څرنګوالی او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې او د علمي شورا نورو غړو هم په خپل وار سره د نظر د ورتوالي تر څنګ یې د هغې په ښه والي تاکید وکړ .
همدارنګه پدې ناسته کې له اجنډا سره سم په موضوعاتو خبرې او نظرونه شریک کړل او د هر یو په اړه د قوانینو، لایحو او مقرراتو په رڼا کې تصمیم ونیول شو.