د کابل پوهنتون د فوق لیسانس زده کړو(ماسټري او دکتورا) د برنامې خبرتیا!

website admin
ku

په پام کې ده د کابل پوهنتون د ماسټري په ټولو برنامو (د لاندې جدول پر بنسټ) کې د ۱۴۰۰ ل.ل کال لپاره محصلین ومني.پدې توګه د ماسټري برنامې نوملیکنې بهیر د (۱۴۰۰ د وري ۲) نېټې څخه پیل او د ۱۴۰۰ د غوايي  تر پای پورې به دوام ومومي.

د کابل پوهنتون د ماسټري په ټولو برنامو کې د محصلینو د منلو شرایط

  • د ډیپلوم او ټرانسکریپت درلودل، چې د لوړو زده وزارت له لوري تائید شوي وي (اصل او کاپي)؛
  • د لیسانس دورې کم تر کمه د ۶۵ ٪ نومرو لرل؛
  • د تابعیت اصلي تذکرې درلودل؛
  • دوه قطعې عکسون درلودل.

غوښتونکي باید لاندې موارد په پام کې ونیسي:

  • غوښتونکو ته د نوملیکنې فورمې په اړوندو پوهنځي توزیع کیږي؛
  • پوهنځي ته د ورتګ پر مهال د واټن، ماسک، دسکش او نورو اړینو روغتیايي وسایلو په پام کې نیول؛
  • د ماسټري برنامې د نوملیکنې فورمې بیه  (۵۰۰) افغانۍ ده؛
  • د ازموینې د منابع د لست او په برنامه کې د منلو شرایطو په هکله نور معلوماتو له اړوند پوهنځي څخه واخیستل شي؛
  • د ازموینې د اخیستو د ورځې په هکله معلومات په رسمي ډول د ازموینو ملي ادارې له لوري اعلانیږي؛
  • د ارزونې دویم پړاو تر سره کېدل (د بهرنیو ژبو ازموینه او مصاحبه) هغو داوطلبانو، چې په لومړی ازموینه کې یې لوړې نومرې تر لاسه کړي، د کابل پوهنتون له لوري اخیستل کیږي؛
  • داوطلب هرې برنامې ته د لارموندنې په صورت کې د (۲۵۰۰) افغانیو حق الشمول پر ورکړه د یو ځل لپاره مکلف دی؛
  • د ماسټري په ټولو برنامامو کې تدریس له (پښتو او دري) څخه پرته په بهرنیو ژبو (عربي او انګلیسي) ورکول کیږي.
 

د کابل پوهنتون د ماسټري برنامو د فیس اندازه او د شمېر جدول، چې د ۱۴۰۰ کال لپاره محصل مني

شمېره

پوهنخی

د ماسټري برنامې نوم

د یو سمسټر فیس

1

 

اقتصاد

اداره او  تجارت

45000

2

مالي او بانکې چارې

45000

3

 

زراعت

اگرانومي

45000

4

حیواني علوم

45000

5

 

حقوق او سیاسي علوم

نړۍ والې اړیکې

45000

6

پالیسي او عامه اداره

45000

7

وترنري علوم

کلینیکي طب

45000

8

 

کمپیوتر ساینس

معلوماتي سیسټمونه

45000

9

معلوماتي ټکنالوژي

45000

10

فزیک

هستوي فزیک

45000

11

انجنیري

د برق او الکترونیک انجنیري

45000

12

ریاضي

ریاضیات

40000

13

ټولنیز علوم

جندر او د ښځو مطالعات

40000

14

 

شرعیات

تفسیر او حدیث

35000

15

شریعت او قانون

35000

16

ارواپوهنه او روزنیز علوم

ښوونیز مدیریت

35000

17

 

ژبې او ادبیات

دري

30000

18

عربي

30000

19

پښتو

30000

20

ښکلي هنرونه

تجسمي هنرونه

25000

Latest announcements

Wed, Oct 21 2020 2:12 PM
Background image

Announcement for Registration of New Students of Kabul University, and the Start of the First and Fall Semesters!

The registration of new students is scheduled to start on Saturday, October 24/2020; according to the following timetables and start of the courses of the first semester and the fall . . .

Wed, Oct 14 2020 10:43 AM
Background image

Announcement of Kabul University for Master's programs!

The Department of Master's Programs (Master's and Doctorate) of Kabul University intends to complete the registration process for master's degree programs, which were previously . . .

Wed, Oct 14 2020 9:53 AM
Background image

Announcement of Kabul University and Slovak Technical University

The Afghan Conference on Solar Technologies (AFGSolar1) is to be organized in collaboration with Kabul University and the Slovak Technical University in Bratislava, Kabul University.Th . . .

Back to announcements

All MediaAll media

Academic and research conference entitled "Study and Management of Afghanistan Water" to welcome the opening of Kamal Khan Dam

The National Seedlings Campaign at Kabul University Campus

Inauguration of the new building of Faculty of Public Policy and Mathematics of Kabul University

The Sympathy Video of the Silk Road Universities Students with their Friends at Kabul University