چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت علمي بحث ترسره شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۴۶
65489

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو د معاونیت او ځمکپوهنې پوهنځي په ګډې همکارۍ سره، د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت علمي بحث ترسره شو.

د علمي څېړنو مرستيال دوکتور حامد سالاري په خپلو خبرو کې د اقلیمي بدلون په تړاو وویل چې وروستیو بدلونونو د هېواد کرنیزې برخې ته خورا زیان اړولی، نوموړی زياته کړه، چې کابل پوهنتون به په دې برخه کې خپلو علمي څېړنو ته دوام ورکوي ترڅو مسلکي حللارې ومومي.

همدارنګه په افغانستان کې د (رها) موسسې استازي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د اقلیمي بدلون په پایله کې د تخریب شویو سیمو او وروستیوو زیانونو په تړاو په افغانستان کې کار کوو، او هدف مو عامه پوهاوی دی.

تر ويناوو وروسته د موضوع په تړاو هر اړخیز علمي بحث وشو او ګډونوالو په دې برخه کې د ظرفیتونو پر لوړولو، د علمي څېړنو پر دوام او پياوړتيا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۰:۵
Background image

له طلوع نیوز ټلوېزیون څخه د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو لیدنه

د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي محصلینو له طلوع نیوز ټلوېزیون څخه د علمي سیر په ترڅ کې لیدنه وکړه.

په دې علمي سفر کې، چې د ژورنالېزم پوهنځي استادانو یې هم ملتیا کوله؛ د خبر، ژوندیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۹:۱۶
Background image

د تضمین کیفیت درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو ته د تضمین کیفیت اړوند درې ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

په یاد درې ورځنی ورکشاپ کې د تضمین کیفیت پر چوکاټ او جوړښت. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د فارمسي پوهنځي محصلینو بامیانو او میدان وردګو ولایتونو ته علمي سفر وکړ

بامیانو او میدان وردګ ولایتونو ته د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي محصلینو  څلور ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد.

په یاد علمي سفر کې، چې مشري یې د فارمسي پوهنځي استادانو پوهندوی عبدالغني. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو