په کابل پوهنتون کې د مرحوم الف شاه ځدران د مړینې په اړه د قران کریم ختم او یاد غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
fasd

Event dates

Event dates -

Location کابل پوهنتون

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد مرحوم پوهاند دکتور الف شاه ځدراڼ د مړينې په هکله د قران کریم ختم او یادغونډه د روان کال د تلې میاشتې په ۲۳ نېټه د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، د مرحوم ځدراڼ کورنۍ او د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو په ګډون د دې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې غونډې په پای کې د خپلو خبرو په لړ کې د دې محفل ګډونوالو او د مرحوم کورنۍ غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د کابل پوهنتون د علم او ادب په پراختیا کې د پوهاند ځدراڼ له روښانه کړنو او زیاتو هڅو څخه یادونه وکړه. دکتور بابري د مرحوم دکتور ځډراڼ له ځینو کړنو او ښکاره ځانګړنو ته په اشارې سره یې نوموړی دهیواد یو علمي او روڼ اندی، ملي او خییر شخص یاد کړ او د نوموړي له لاسه ورکول یې د هیواد لوړو زده کړو او اکاډمیکې تولنې لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.

د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس پوهندوی فرید الله فرهمند، د اروايوهنې او ټولنیزو علومو پوهنځي رییس پوهنوال ستارالدین صدیقي او د مرحوم دکتور الف شاه ځدران زوی ښاغلی محمد احسان سعادت هم د دې برنامې ویناوال وو، چې هر یو یې په خپل وار سره د نوموړي له یادونو او کارنامو څخه د یادونې ترڅنګ یې نوموړی د هیواد په علمي، فرهنګي او اکاډمیکه ټولنه کې یو د ارزښت وړ او تلپاتې شخص وباله. د مرحوم ځدراڼ زوی احسان سعادت پدې برنامه کې د خپل مرحوم پلار ځینو خاطرو او لارښوونو څخه د یادونې ترڅنګ یې د کابل پوهنتون او ټولنیزو علومو پوهنځي څخه یې د دې غونډې د جوړېدو له امله مننه وکړه.

دا برنامه د سهار په ۹ بجو پیل او تر غرمې مخکې په ۱۰:۳۰ بجو د مرحوم پوهاند دکتور الف شاه ځدراڼ پاک روح او هیواد ته د خیر او کامیابي غوښتنې په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

34.5331, 69.1661

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

More events

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۱:۸
Background image

د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

پداسې حال کې چې په الهي تقدیر او د لوی خدای جل جلاله په رضا باندې باور او عقیده لرو، په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل پوهنتون . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۶:۵۵
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

 

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د انسان پېژندنې او لرغون پوهنې دیپارتمنت استاد پوهنوال . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۳۵
Background image

د کابل پوهنتون رهبرۍ د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېره ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلی دکتور پوهاند عبدالقدوس راجی لدې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.

پوهاند . . .