په کابل پوهنتون کې د تازه شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه او د لومړي او مني سمسټر درسونو پیل

په پام کې ده، چې د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه د شنبې په ورځ د تازه شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه او د لاندې مهال ویش سره سم د کابل پوهنتون د لومړي سمسټر او مني سمسټر درسونه پیل شي.
پدې توګه له ټولو تازه شامېلېدونکو او برحاله درنو محصلینو څخه غوښټنه کیږي، چې د شنبې له ورځې خپلو اړوندو پوهنځیو ته د درسونو لپاره ورشي او د کابل پوهنتون د محصلینو چارو امریت د ټاکلي مهال ویش سره سم د تازه شامېلیدونکي محصلین په ټاکلو ورځو کې د تابعیت له تذکرې، ۴ قطعې عکسونو، د کانکور ID نمبر په درلودو او روغتیايي لارښوونو په پام کې نیولو سره، چې لاندې ذکر شوي دي د نوملیکنې په ځای (د نشراتوامریت) کې حاضر شي.
- له ماسک څخه ګټه اخیستنه اړینه او لازمي ده؛
- له یو بل څخه دوه متره واټن په پام کې نیول؛
- د نوملیکنې په ځای کې له دوه کسانو څخه د زیاتو کسانو راټولېدنې مخنیوی.
نوټ: په کابل پوهنتون کې تازه شامېلېدونکي محصلین، چې له نوملیکنې څخه پاتې کیږي، د لړم میاشتې له ۲۰ څخه تر ۲۴ پورې دې د پوهنتون د نشراتو امریت ته مراجعه وکړي، که نه نو نوم لیکنه به یې ونشي او ښآغلي محصلین به د شکایت حق ونه لري.