سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول
په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه سلګونه محصلین فارغ شول.
دا کورسونه د کمپیوټر اساسات، ویناوالۍ، خطاطۍ، ژبو، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي تحقیق، اداري مهارتونو، د شبکې اساسات، د کار زده کړې، SPSS او GIS په برخو کې برابر شوي وو، چې له ۲۵۰۰ څخه زیاتو محصلینو په کې ګډون کړی و.
د ظرفيت لوړونې دا دورې د دې پوهنتون د محصلانودخدمتونو او همغږۍ آمريت لخوا د هر تحصيلي سمستر په جريان کې يو ځل دائر دائريږي چې ليوال محصلين په کې په وړيا ډول ګډون کوي.
