د کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا!

کابل پوهنتون په ۱۴۴۴ هـ، ق کال کې د دوهم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د دکتور، ماسټر او لیسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
کرنې پوهنځی:
د ځنګلونو او طبیعي سرچینو څانګه (۳) بست – نارینه
د اګرانومي څانګه (۲) بست – نارینه
د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي پوهنځی:
د مخابراتو انجینري څانګه (۲) بست – نارینه
د ساینس او معلوماتو انجینري څانګه (۳) بست – (۲) نارینه او (۱) ښځینه
د انجینري پوهنځی:
د انجینري انرژي څانګه (۱) بست – نارینه
د عامه پالیسي څانګه (۱) بست – ښځینه
د پراختیا مدیریت څانګه (۱) بست – ښځینه
غوښتونکي کولای شي د غوښتنلیک فورمه، د همدې خبرتیا کاپي، د تابعيت تذکره، ډیپلوم او د نمرو ټرانسکریپټ د ۸/۱/۱۴۴۳ نېټې څخه تر ۱۷/۱/۱۴۴۴ پورې، د کابل پوهنتون د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
نوټ: د غوښتنلیک فورمه د لوړو زده کړو وزارت له ويب پاڼې څخه ترلاسه کولای شی.