د ډيپارټمنټونو د آمرانو شورا

د کابل پوهنتون په اداره، مدیریتي چلن او علمي فعالیتونو کې د ژور بدلانه له امله دې موخو ته د رسېدا لپاره د کابل پوهنتون د امرانو شورا د جوړېدا پرېکړه وشوه، چې د علمي معاونيت په مشرۍ دايریږي.

د کابل پوهنتون د ډيپارټمنټونو د امرانو شورا؛ د ډيپارټمنټونو د امرانو مجموعه ده چې د کابل پوهنتون د لارښودې شورا پرېکړې عملي کوي. پر دې سربېره د ډيپارټمنټونو امران باید د کابل پوهنتون د علمي فعالیتونو د مرکزي هستو په توګه د پوهنتون د راتلونکي په اړه د پوهنتون د عمومي موخو په پامنیوي خپلې مدیریتي- علمي طرحې او تصمیمونه ونیسي. د ټولو ډيپارټمنټونو امران د نوموړې شورا غړیتوب لري.

د نوموړې شورا دندې: د ډيپارټمنټونو د کمېټو ټاکنه، فعالونه او پر څارو یې څار، د ډيپارټمنټ په کچه د کیفیت لوړونې د چارو ارزونه، د ډيپارټمنټونو د علمي پروګرامونو د کالنۍ ارزونې د راپور او هڅو تحلیل او راپور او لارښودې شورا ته یې ورکول، د ډيپارټمنټونو د ستراتیژیکو پلانونو د بطبیق څارنه او ارزونه او نورې هغه دندې چې له وخت او شرایطو سره سمې ورته سپارل کېږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم