اوسنی حالت

د کابل پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز د برلین تخنیکي پوهنتون په همکارۍ د 1382 هـ ل کال حمل میاشت کې تأسیس شو.

د معلوماتي ټکنالوژي مرکز د کابل پوهنتون ریاست په داخل کې یوه ښه او نسبتا معیاری ودانۍ لري. پدی ودانۍ کې ۶ عصری دفترونه، د کمپیوټر لابراتوار، فعاله سرور روم، او میټینګ روم شتون لري.

د دغه مرکزکمپیوټري لابرتوار د 32 پایه (Lenovo 7th Generation) کمپیوټرونو، غږیز سیسټم، پروجکټورونو، Copier ماشین، میزونو، څوکیو او د اړتیا وړ تجهیزاتو سره سمبال شویدی.چې د محصلینو، کارمنداو او استادانو لپاره د انټرنېټ او کمپیوټري خدماتو جوګه دی.

د معلوماتي ټکنالوژي آمریت آمر او مدیران د ماسټرۍ او لېسانس په کچه لوړې زده کړې لري چې  د معلوماتي ټکنالوژي چوپړتیاوو وړاندې کول، د پوهنتون په کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د اسانتیاوو برابرول او ټکنالوژي پوهې په برخه کې د محصلینو، کارکوونکو او استادانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې فعاله ونډه لري.

د یاودنې وړ ده چې کابل پوهنتون د یاد مرکز په رامنځ ته کېدو سره د الکترونیکي زده کړو زمینه برابره کړېده.

اوس مهال د معلوماتي ټکنالوژي مرکز د کابل پوهنتون په کچه د پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلینو ته په لاندې ذکر شوو برخو کې خدمت تر سره کوي.

1. د پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلینو لپاره د انټرنیټي خدمتونو برابرول؛

2. د پوهنتون په سټوډیو کې د استادانو درسي ویډیویي کلیپونه ثبت او ایډیټ کول؛

3. په پوهنتون کې د امنیتي کمرو کنټرول، څارنه، نصب او چک کول؛

4. د پوهنتون د استادانو، کارمندانو او محصلینو د تکنالوژيکي وسایلو د سافټویر برخې ستونزو حل کول؛

5. د پوهنتون د ټولو څانګو د تکنالوژيکي وسایلو د هارډویر ستونزې حل کول؛

6.د (mail.ku.edu.af) ډومېن په کارولو سره د استادانو او کارمندانو لپاره د رسمي بریښنالیک ادرسونو ایجاد، تخنیکي ستونزو حل او برحاله ساتل؛

7. د پوهنتون په ویب پاڼه د ورځنیو راپورونو، خبرتیاوو، د کادري او اداري بستونو، سیمینارونو،  د پوهنځیو او ټولو اداري څانګو اړوند کاپي معلوماتو او نورو ټولو اړین مطالبو خپرول؛

8. د پوهنتون د (HEMIS) سیسټم چارو پر مخ وړل؛

9. د لیلیې د بایومیټریک سیسټم څخه کنټرول چې (Access Control, Real Time, Attendance) پکې شامل دي؛

10. د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز لابراتوار کې د پوهنتون محصلینو لپاره د زده کړه ییزو خدماتو وړاندې کول؛

11. د پوهنتونونو او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د ویډیو کنفرانسونو تنظیمول؛

12. د دفترونو، لابراتوارونو او د پوهنتون د کتابتونونو د فعال معلوماتي ټکنالوژۍ تجهیزاتو، سافټویر او هارډویرونو د فعالیت او چمتو کولو مدیریت او نظارت؛

13. د زده کړه ییزو برنامو، روزنیز ورکشاپونو ملي او نړیوالو ویډیو کنفرانسونو تنظیمول؛

14. د نوي سیسټمونو رامنځته کول او پراختیا او د پوهنتون د موجوده معلوماتي سیسټمونو ستونزې حل کول؛

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم