اداري شورا

د کابل پوهنتون اداري شورا د پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال په مشرۍ رامنځته شوې ده، چې د پوهنتون د سرچینو د ښې کارونې او مدیریت، علمي چارو ته د لارسازۍ او د پوهنتون د شتمنو د ساتنې او ژغورنې په اړه د پرېکړو مرجع ده. د اداري شورا پرېکړې د پوهنتون د رییس تر تایید وروسته د تطبیق وړ دی.

د اداري شورا غړي دا دي؛

  • د مالي او اداري چارو مرستیال د شورا رییس؛
  • د محاسبې امر غړی؛
  • د خدماتو امر غړی؛
  • د خپرونو امر غړی؛
  • د مرکزي کتابتون امر غړی؛
  • د ساتنې او ژغورنې(حفظ و مراقبت) امر غړی؛
  • د لیلیو امر غړی؛
  • د زېرمتونونو(ډيپوګانو) عمومي امر غړی؛
  • د پوهنتون د اداري واحدونو عمومي مدیران چې د پوهنتون د معاونیتونو په تشکیل کې کار کوي؛ غړي.

د کابل پوهنتون د اداري شوار دندې: د پوهنتون د مالي او حسابي ستونزو حل، پوهنتون د پاکۍ، سمسورتیا او ارام علمي چاپېریال د رامنځته کېډا په موخه پرېکنده او جدي تصمیم، د پوهنتون د امنیت په اړه مشوره او تصمیم، د پوهنتون د لګښتي بودجې د تدوین تصمیم، د پوهنتون د اداري چارو د ښه والي په موخه د پلانونو طرح او تطبیق او نورې هغه دندې چې د اړتیا پر مهال ورسپارل کېږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم