د ټولنیزو علومو پوهنځي د محترم ریس صاحب لند ژوند لیک

Phone No.: 0093799215971

غلام فاروق د عبدالله زوی چې په ۱۹۵۶ز کال پروان ولایت کې زېږېدلی لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې له ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۲م کال پورې د غوربند د سیاه ګرد په عالي لیسه کې ترسره کړې او د مخکښ زده کوونکي پحیث ترې فارغ شو استاد فاروق کابل پوهنتون ته بریالی او د لیسانس دورې زده کړې یې د ټولنیزو علومو په څانګه کې ترسره کړې د ماسټرۍ  سند یې د تاجکستان هېواد دوشنبې پوهنتون څخه ترلاسه کړ او د (۱۹۷۸-۱۹۷۳) کلونو تر منځ یې د حبیبیې په عالي لیسه کې د ښوونې دنده په غاړه درلوده او له ۱۹۸۵م کال راهېسې تر اوسه د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د استاد سپېڅلې دنده پر مخ وړي غلام فاروق عبداله د بریالیو کړنو په بهیر کې د لوړو اداري درجو په اخېستلو توانېدلی نوموړی په ۱۹۸۹م کال د ټولنیزو علومو پوهنځي مرستیال وټاکل شو په همدې مقام کې له څلور کاله فعالیت وروسته له ۲۰۰۳ کال راهېسې تر اوسه د ټولنیزو علومو پوهنځي چارسمبالی او د پوهنتون علمي شورا غړیتوب په غاړه لري.

استاد غلام فاروق د استادۍ دندې سربېره په بېلابېلو ارګانونو او سازمانونو کې علمي څېړنیز او څارنیز فعالیتونه ترسره کړي.

نوموړی په ۲۰۰۲م کال کې د (GTZ) او (USID) موسسو له خوا د افغانستان په بېړنۍ لویې جرګې کې د سوپروایزر پحیث وټاکل شو له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې یې په کابل ولایت کې د ولسمشرۍ او ملي شورا عامه پوهاوي مسولیت په غاړه درلود. او په ۲۰۰۶م کال کې د نړیوال بانک له لورې د اوبو او انرژۍ په اړه د سیمه ایزو څېړنو مسولیت په غاړه درلود غلام فاروق عبداله په ملي نړیوالو اوعلمي غونډو کې د ګډون سربېره یو شمېر علمې اثار لیکلي او خپاره کړي. چې په لاندې توګه ورته اشاره شوې.

۱ـ د افغانستان د بزګرانو د وضع په اړه څېړنیز اثر

۲ـ (د افغانستان په تاریخ کې د سیروس خان ځای) نومي کتاب تالیف

۳ـ د هوتکیانو دولت د رامنتځه کېدو او ځوړتیا په اړه د څېړنیز اثر تالیف

۴ـ ”د تاریخ په بشپړتیا کې د انسان رول‟ مقاله