دټولنیزوعلومودڅانګې ښونیزې اوعمومي موخې

ټولنیزعلوم لکه څنګه چې له موضوع څخه یې مالوميږي هغه ټول علوم پکې شامل دي چې دانسانانو ټولنیز ژوند پورې اړه لري.دطبیعي علومو په پرتله چې دمطالعې وړ موضوع یې طبېعت دی.په ټولنیزوعلومو کې ټولنه سوژه ده چې څېړونکو اوپوهانو دڅېړنې لپاره ټاکلې په علمي مرکزونو کې دانساني علومو سرلیک په خپل لمن کې رانغاړي.چې ټولیزه بڼه یې ټولنیز علوم دي.ټولنیز علوم هرې ټولنې ته په کتني و ځانګړې علمي څانګې لري دکابل پوهنتون دټولنیزوعلوموپوهنځی په اوسنیو شرایطوکې دفلسفې،ټولنپوهنې،تاریخ او انسان پوهنې څانګې لري.

له سنتي اودودیزو ټولنو څخه په تېرېدو اوس پېچلواو نووټولنو ته رسېدلي یوچې بېلابېلې اړتیاوې یې رامنځته کړي.پېچلې ټولنې ستونځمنو مسائلوسره لاس اوګرېوان دي.چې مطالعه اوڅېړنه يې اړینه ګڼل کېږي.دټولنې داساسي اوعمده بنسټونو لکه دین،سیاست،اقتصاد،کورنۍ ،ښوونې اوروزنې،حکومت،سوله،ټېکاو،سیاسي ګډون،ټولنیز هویت،ټولنیزیوالی اوانسجام،ټولنیزې ډلې ،ټولنیزې سرغړونې اوجرایم،نابرابري،ښوونه اوروزنه،ټبرپالنه،وزګارتیا،سمبالښت،کړنې اوتضادونه،دموکرافیک مسائل، مدني ټولنې ،دین اومذهبي عقېدې ،اداب اورسوم دارنګه داسې نور لسګونه مسائل دي چې باید مطالعه شي. اوټولنې دلاښه پرمختګ لپاره هراړخيزه مطالعه بنسټیزه اړتیا ګڼل کېږي.ددې پدېدې څېړنه اوپېژندنه دټولنپوهنې اوانسان پېژندنې څانګې اړینه کړنه ګڼل کېږي.

له فرهنګونو،تمدنونو،حکومتونو او ټولنو دقیقه خبرتیا د هېواد اوسنی و ضعیت موږ ته دا شونتیا په لاس کې راکوي چې د هېواد له هویت څخه د قیقه پېژندنه ولري تاریخ د ټولنو او انسانانو کړنې دي د تاریخ لوستل د لار او مسیر موندلو په مانا دی. چې راتلونکې ته روښانه او ځلانده لاسرسی موندلی شو د تاریخ دواړو اړخونو(تحلیل او توصیف) ته پاملرنه د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم لومړیتوب دی.

د ټولو په ماهیت او اجزاوو لکه طبیعت انسان ټولنه تاریخ او سیاست کې فکر د ټولو علومو بنسټ تشکیلوي.

فلسفه د پدیدو په اړوند د ټولنیزو او بنسټیزو حکمتونو مور ده یا د بل عبارت ټول علوم خپل شتون، پېژندنه او کړنلاره د فلسفې له لارې تعریفوي.

باور په دې دی چې ټولنیز علوم د ټولنې د پرمختګ لارې او منطق بنسټ کېښودلی دی د ټولنیز ژوند په بیلابیلو برخو کې بریالي سیاستونه،ستراتيژۍ او کړنلارې لکه فرهنګ زده کړه سیاست، حکومت، اقتصاد او ټولنه ټول د ټولنیزو علومو اړمن دي. تاریخي ټکوته په پام سره رنسانس، دعقل مهال، د روښانتیا مهال او داسې مدرنیزم چې په لویدیځ کې را منځته شول دا په ډاګه کوی چې د دې ټولنو په پرمختګ کې د فلسفې، تاریخ، ټولنپوهنې او لرغونپوهنې رول څرکند دی.

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځی هڅه کوي چې د علمي کادرونو په روزلو سره د ټولنې په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي موږ په دې عقیده یو چې د افغاني ټولنې خپلواکي او پرمختګ د ټولنیزو علومو له پراختیا پرته ناشونیدی.

د ټولنیزو علومو پوهنځی د وړو کادرونو په روزلو کې کولی شي چې دولتي نادولتي سازمانونو، بیلابیلو وزارتونو اړتیاوې د علمي کادرونو د کمښت برخه کړي.