د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسی علومو د پوهنځی د آغلی پوهنمل نورجهان یوسفزی ژوند لیک !

 

د بریښنا لیک : yosufzai18@yahoo.com

د اریکی شمیره : +93(0) 700205054

آغلی پوهنمل نورجهان یوسفزی د تخار به تالاقان ولسوالی کی په ۱۳۴۹ کال کی زیږیدلی دی .

د لومړنیو زدکرو دوره یی له لومری تولګی نه تر شپږم پوری د عینو په شونځی کی ، له شپږمه تر نهمه پوری په شیرینو شونځی کی او د لیسی دوره په عایشه درانی کی پای ته رسولی دی .

وروسته په کال ۱۳۶۲ کی  د کابل پوهنتون په حقوق او سیاسی علومو پوهنځی کی شامله شوه او په کال ۱۳۶۵ کی تری فارغه شوه.

په ۱۳۶۶ کال کی د اسلامی تحقیقاتو په مرکز کی عضو شوه او په ۱۶۶۷ کال په سلواغی میاشت کی د اسلامی پوهنتون د فقهی و قانون به دیپارتمنت کی د استاد په حیث وګمارل شو.

له ۱۳۶۷ تر ۱۳۷۱ پوری د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځی کی د فقهی او قانون په دیپارتمنت کی ډنده تر سره کری ده او له ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۰ پوری کله چی طالبان کابل ته راغلل هغی په کور کی د ښځو او انجونو لپاره د سواد آموزی او اسلامی تعلیماتو کورسونه دایره کره د موقت اداری په رامنځ ته راتلو سره سم هغی بیرته د شرعیاتو په پوهنځی کی د استاد په صفت وګمارل شوه او په کال ۱۳۸۴ کی د کابل پوهنتون د یوه رسمی مکتوب په اساس حقوق او سیاسی علومو پوهنځی جزا او جنایی علومو دیپارمنت ته تبدیله شوه .

پوهنمل یوسفزی په کال ۱۳۹۰ کی د ماستری زدکړی په پیام نور پوهنتون مرکز کابل کی پیل کړه او په کال ۱۳۹۲ کی په اعلی درجی سره تری فارغه شوه.

پوهنمل یوسفزی د جمهور ریس د ۴۳۹ حکم په اساس د غویی په ۲۳ کال ۱۳۹۸ کی د حقوق او سیاسی علومو د پوهنځی د ریسی په حیث معرفی شوه.

له ۱۳۸۵ تر اوسه پوری پوهنمل یوسفزی بیلابیل مملکتونو ته لکه : سویس ، امریکا متحده ایالات ، ترکیه ، هندوستان او پاکستان ته سفرونه کری ده.