دکابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو د پوهنځي دښاغلي پوهنمل دوکتو محمد اسلم نسیمي ژوند لیک (بیوګرافي )

 

داړیکی شمره :  ۰۷۰۰۰۱۴۱۰۱-۰۲۰۲۵۰۰۴۲۷

دبرښنالیک: aslam.nassimi@gmail.com

ښاغلی پوهنمل محمد اسلم نسیمي دمحمد نسیم زوی دپنجشیر ولایت دشتل په ولسوالۍ کې په ۱۱/۶/۱۳۳۳ کال کې زیږیدلی دی.دلمړنیو زده کړو دوره یې له لمړي ټولګي نه تردریم ټولګی پوری په کابل کې دمسعودسعید په ښوونځي کي له ۱۳۴۴تر۱۳۴۶کال پوری بشپړی کړی دی ، له څلورم نه ترشپږم ټولګي پورې دسعد الدین انصاری په لمړني ښوونځي کې پوره کړي دي منځنی اوثانوي زدګړي یې له ۱۳۴۹تر ۱۳۵۳پوری داماني په عالي لیسه کې بشپړي کړي دي ، وروسته په کال ۱۳۵۴کي دکابل پوهنتون دژبو اوادبیاتو پوهنځي په المانی څانګه کې شامل شو اوپه کال ۱۳۵۷ کې ترې فارغ شو . په کال ۱۳۵۸کې داستاذۍ په سپیڅلې دنده وګمارل شو او د۱۳۵۸کال په پای کې دژبو اوادبیاتوپوهنځي په علمي کدر کې شامل شو .

په کال ۱۳۵۹ کې دماستري د ترلاسه کولو لپاره دالمان دیموکراتیک جمهوریت (دهغه وخت ختیځ المان ) ته ولیږل شو .اوپه کال ۱۳۶۲ کې یې دماستري دوره دالمان دهومبولد برلین پوهنتون دالماني ژبو او ادبیاتو په برخه کې بشپړه کړه . همدغه راز له کال ۱۳۶۴ نه تر ۱۳۶۷ پوری یې  دوهمه ماستري دالماني ژبو او ادبیاتو په برخه کې داصلي او پیداګوژي څانګې په برخه کې دالمان دویسبورګ – اسن په پوهنتون کې ترلاسه کړي ده .

له کال ۱۳۶۹ نه تر ۱۳۸۴پورې دالمان هیواد دویسبورګ -اسن پوهنتون په څیړنیزوپروژوکې دعلمي همکار په توګه دنده ترسره کړې او ددغه مکلفیت په بهیرکې یي له کال ۱۳۸۲نه تر۱۳۸۴پورې ددوکتورا دوره هم بشپړه کړې ده .

په ۱۳۸۴ کال کې د اوږده مهاجرت نه وروسته بیرته خپل ګران هیواد افغانستان ته راستون شو ، اوبیا یې دژبواو ادبیاتو پوهنځي الماني څانګې دتدریسي غړي په توګه یې په کار پیل وکړ . له کال ۱۳۸۵ نه دپوهنځيدعلمي شوراغړی دی اود کابل پوهنتون د کیفیت دتضمین په کمیټه کې هم غړیتوب لرې . د۱۳۹۱ کال د ثور له میاشتې نه دهمدې کال د سلواغې ترمیاشتې دکابل پوهنتون دلوړو ردکړو فوق لیسانس آمریت دسرپرست په توګه دنده ترسره کړې او دکابل پوهنتون دعلمې شوراغړی هم دی .د۱۳۹۱ کال د ثور دماشتي نه راپه دیخوا دلوړو زدکړو وزارت دفوق لیسانس دعالی زدکړو دبورد غړی هم دی . نوموړی د۱۳۹۱ کال د دلوی دمیاشتې نه راپه دیخوا دکابل پوهنتون دژبو اوادبیاتو دپوهنځي رئیس دی .

پوهنمل ډاکتر نسیمي دخپل کار په بهیر کې دالمان هیواد دویسبورګ – اسن پوهنتون او افغانستان په علمی ورکشاپونو ،کنفرانسونو او سمپوزیمونوکې ګډون کړی او علمي مقالې یې اورولي دي .نوموړی دهیواد په ملي ژبو دري ،پښتو او دبهرنیوژبو له ډلې څخه په الماني ژبه باندې پوره تسلط لري . همدا راز دالمان دویسبورګ اسن پوهنتون دالماني څانګې او دکابل پوهنتون دالماني څانګې تر منځ علمي اوفرهنګي اړیکې دنوموړي په هڅو دوام لري .