د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي تاریخچه

له تېرو وختونو راهيسې او بيا په اوسنيو لسيزو کې د هېواد په ادبي او فرهنګي ارزښتونو باندې د پوهېدلو اړتیا، د ادب او فرهنګ څرنګوالي او په دې برخه کې له پخوا راهيسې تر لاسه شوېلاسته راوړنې  او راتلونکې زمانې ته د هغو د انتقال فکر، دېته لاره هواره کړه، چې په کال ۱۳۲۰ لمريز کې د یوې نوې پوهنځي د جوړېدو نظریه رامنځته شي.

د همدغې نظريې په پيروۍ د ۱۳۲۳ لمريز کال د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه د ژبو او ادبیاتو پوهنځی چې د ادبیاتو د تاريخ او فرهنګ په برخه کې يې د پام وړ  لاسته راوړنې لرلې دي؛ د کابل پوهنتون په چوکاټ  جوړ شو.

دغه مهال په کابل پوهنتون کې د طب، حقوقو او ساینس په نامه درې پوهنځي موجودې وې، خو د د ژبو او ادبياتو په نامه د څلورمې پوهنځي له جوړېدو څخه مقصد دا و، چې نوي ځوانان د هېواد په تاريخ، کلتور او ادبياتو باندې وپوهوي او زموږ تاريخي، کلتوري او ادبي ښکارندې د تحصيل او تحقیق له لارې نورې نړۍ ته ور وپېژني.

پر دې سره بېره په بېلابېلو علمي او ادبي برخو کې د پوهو او وړ ښوونکو روزنه د دغه پوهنځي یو بل هدف او مقصد و. همدارنګه د دغه پوهنځي د رامنځته کېدو یو بل دلیل، د ليکوالو او څېړنکو روزنه او پالنه وه، چې له د ژبو او ادبياتو پوهنځي په چوکاټ کې ترسره کېدی شوی.

هدف ته د رسېدو په خاطر په پوهنځي کې درسي لومړيتوب، چې د پښتو ادبیاتو تاریخ، دري ادبياتو تاریخ، پښتو ګرامر، دري ګرامر، پښتو متنونه، پښتو ادبي فنون، دري ادبي فنون، روحیات او فلسفه، عربي او انګليسي ژبې په کې شاملې وې، د يوه پلاوي په واسطه، چې خدای بښلی صلاح الدین سلجوقي، ډاکتر نجیب الله، هاشم شایق افندي، د هغه وخت د پوهنې وزارت مرستیالان، سرور ګویا اعتمادي او د کابل څو پوهان په کې شامل وو، د هغه وخت د پوهنې وزير تر رياست لاندې وټاکل شول او د هغو د تدريس لپاره يې پوهاند استاد عبدالحی حبیبي (د پوهنځي رئيس)، محمد کریم نزیهي، محمد اعظم ایازي، پاینده محمد زهیر، امین الله زمریالی، سرور ګویا، عبدالرؤف بېنوا، عبدالحق بېتاب، غلام جیلاني جلالي، هاشم شایق افندي، امین میرزا قفقازي  او شمشېر خان (په هند کې یې زده کړې کړې وې) وټاکل او وګمارل شول.

له پورتني درسي پروګرام، پلاوي او محدودو استادانو له موجودیت سره سم د ادبياتو پوهنځي لومړی ټولګی د حبيبيې او احمدشاهي قندهار ليسو له لسو تنو زده کوونکو څخه د ۱۳۲۳ کال د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه جوړ او پرانيستل شو.

په کال ۱۳۲۴ لمریز کې یاده پوهنځي د ایران سفارت له مارت پهلوي څخه د حسین افدی کور (باغ علم ګنج) ته، چې اوس په کې د آریانا ليسې ودانۍ جوړه شوې او وروسته بیا جوی شير ته ولېږدول شوه. په دې توګه دوه کاله وروسته په یاده پوهنځي کې د هر ديپارتمنت کدر غړي: