د ژورنالیزم پوهنځي د ریس ښاغلي پوهندوی محمد وحید غروال لنډ ژوند لیک

Email:wahid.gharwal@yahoo.com

Phone:0700221737

ښاغلی پوهندوی محمد وحید غروال د کابل پوهنتون د ژرنالیزم پوهنځي استاد او ریس په کابل کې زېږیدلی دی. لمړنۍ زده کړې یې د سید جمال الدین افغان ښونځي او ثانوي زده کړې یې په حبیبیه لېسه کې سرته رسولې. په ۱۳۶۲ کال چې ژرنالیزم د تولنیزو علومو پوهنځي څانګه وه ، محمد وحید غروال د کانکور آزموینې له لارې ور بریالی شو. په ۱۳۶۵ کال په لوړه درجه فارغ او د انیس ورځپاڼه کې شامل شو . په ۱۳۷۰ کال د کدر په ازموینې کې بریالیاو د ژورنالیزم پوهنځي کدري غړی شو. تر اوسه د ژورنالیزم پوهنځي غړيتوب لري. ښاغلی د علمي مقالو سربېره ، زیاتې څیړنې کړې او د کابل پوهنتون د علمي مجله کې خپرې شوې دي.

درې علمي او څېړنیز نا چاپ آثار لري ( اهمیت سینما بحیث وسیله ارتباط همګانی ،اساسات فلم نامه نویسی و تاملی بر چګونګی آژانس های خبر رسانی قاره آسیا ) پوهندوی محمد وحید غروال د هیواد ډیرو جریدو ، مجلو او ورځپانو لپاره ژورنالیستې څیړنې کړې دي ، پوهندوی غروال په ملي راډیو او ټلویزیون کې له ډېرو کلونو راهیسې ویاندویي دنده پرغاړه لري.