راتلونکي پلانونه

د شرعیاتو پوهنځي دعلمي، تدریسي اواداري چارو د ښه والي په موخه د راتلونکي لپاره پلانونه او کړنلارې لري، چې په لاندې توګه دي.

        ۱ـ له پنځو څانګو اتو څانګو ته پراختیا ورکول یانې دفقهې اواصول فقهې څانګې څخه د دوو (د فقهې څانګه اودفقهې اصولوڅانګه) څانګو ته پراختیا ورکول. داسلامي زده کړوڅانګې ته په دوو (د نحوې                  اوبلاغت څانګه اودحدیث شریف څانګې) څانګوپراختیا ورکول، همدارازد دعوت په نوم د یوې نوې څانګې رامنځته کول.

په راتلونکي کې به ددې پوهنځي څانګې په لاندې ډول وي.

د فقهې څانګه: د فقهې اصولو څانګه ـ د عقیدې او فلسفې څانګه ـ د تفسیر شریف څانګه ـ د حدیث شریف څانګه ـ د نحوې او بلاغت څانګه ـ د دعوت څانګه ـ د اسلامي ثقافت څانګه ـ

         ۲ـ د دعوت او اسلامي ثقافت په نوم څانګه ددې لپاره رامنځته کېږي چې د اسلامي تبلیغ په برخه کې غوره کارونه ټولنې ته وړاندې کړي د جوماتونو د خطبو او رسنیو له لارې اسلامي فرهنګ خلکو ته                   ورسوي.

         ۳ـ د افغانستان د شرعیاتو پوهنځیو د فارغو جونو لپاره د ماسټرۍ تحصیلي دورې رامنځته کول.

         ۴ـ د ټولنې او اکاډمیکو بدلونونو د غوښتنو سره سم د پوهنځي دبېلابېلو دورو د کریکولم له سره کتنه.

         ۵ـ شته شونتیاوو ته په کتو د ماسټرۍ دورې فارغانوته د دوکتورا تحصیلي دورې رامنځته کول او د زمینې چمتو کول د هغوهېوادونو له لورې چې په دې برخه کې ډېرې شونتیاوې لري.

         ۶ـ د پوهنځي لپاره دیوې اساسي او سمبال ودانۍ جوړول چې اوس مهال دوی د داسې او اداري خونو کمښت سره مخ دي او په دې برخه کې په ۱۳۹۴هـ ش کال کې لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز شوی               دی.

         ۷ـ په ډېرو کتابونواو تخنیکي لخاظ د کتابتون سمبالول او د مطالعوي شونتیاوورامنځته کول.

         ۸ـ د جونو لپاره د یوې ځانګړي کتابتون جوړول ترڅو په ازادانه توګه پکې مطالعه وکړي.

         ۹ـ د درسي کتابونو استادانو اثارو د ماسټرۍ تیزسونو او نور د زده کړیالانو د اړتیا وړکتابونو چاپ.

        ۱۰ـ په میاشتنۍ توګه د شرعیاتو مجلې چاپول او ورته د مادي شونتیاووو بودجې او مسلکي او اداري پرسونل رامنځته کول.

         ۱۱ـ دهېوادپوهنتونونود شرعیاتو ټولو پوهنځیو سره د تجربواوشونتیاوود تبادلې لپاره د سیستماتیکو او منظمواړیکو رامنځته کول او مهمو موضوعاتو په برخه کې د لنډ مهال لپاره د استادانو تبادله کول.

        ۱۲ـ د تخنیکي اوعلمي پرمختګونو او شونتیاوو څخه داستفادې لپاره داسلامي نړۍ اوعربي هېوادونو د ورته بنسټونو سره د فرهنګي اړیکو رامنځته کول.

        ۱۳ـ له کمپیوټراوانټرنیټ څخه د استفادې دارنګه د انګلیسي اوعربي ژبې د تقویت لپاره برنامې.

        ۱۴ـ د زده کړیالانو مسلکي روزنې لپاره عملي برنامو اجرا او طرحه کول تر څو په راتلونکي کاري برخه کې ورسره مرسته وکړي.

        ۱۵ـ د شرعیاتو پوهنځیو د فارغینو لپاره په دولتي او خصوصي برخه کې د کارموندنې لپاره هڅې او اقدامات.

        ۱۶ـ د څلورم ټولګي د زده کړیالانو لپاره د حقوقي کلینیک رامنځته کول.