د تیاتر د څانګې کتابتون ٬ لابراتوارونه ٬ او تالار

د سیستم په مرسته  لایت او غږ یی تنطیم شوی دي . په اوس مهال کې دغه پوهنځی د یو مجهز او مسلکی  کتابتون ٬ د دکرافیک دیزاین لپاره د کمپیوتر لابراتوار ٬ د عملی کارونو لپاره کارګاه او د کنفرانس لپاره  تالار درلودنکي دی  .

د ښکلو هنرونو پوهنځي د کنفرانس تالار چې په ۲۰۱۰ کال کې د پوهاند امالله حیدر زاده په نوم په رسمس ډول ونومول شو  د ۲۰۰ نفرو څخه ډیر  ګنجایش لري او ددې تر څنګ ددې تالار څخه د کالري په توګه هم استفاده کیږي . چې په دغه کالری کې د ۲۵۰ څخه ډیر هنري ٬ نقاشی ٬ میناتوري ٬ ګرافیک ٬ کندنکاری او د مجسمه جوړولو اثار موجوددي  چې هره ورځ یو شمیر کورني او بهرنۍ علاقمندان ورڅحه لیدنه کوی ،

د زده کړې دوره  په دغه پوهنځي کې ۴ کال دي او د لیسانس دیبلوم ورکول کیږي په دغه پوهنځي کې محصلین د عملی کارونو د ظرفیت د لوړولو په خاطر سمینارونه او ورکشابونه دایره وي.

بهر ته زموږ د کادرونو استول ښه دي کرنلاړه داسې دي چې موږ د پوهنځي دبست داړتیاوو او د لوړو زده کړو وزارت د لوایحې او قانونو په اساس خپل ممتاز او لایق فارغین د استاد د اسیستانت په توګه جذبه وو او ورسته د ماستری او ډوکتورا د زده کړې پروګرامونه ورته مساعده وو.

د ښکلو هنرونو پوهنځي د ۴۸ تنو استادانو درلودنکی دي . د ۴ تنو په شمیر استادانو ماستري درجه لري او پاتې نور لیسانس دي او له دې جملې څخه ۳ تنه استاد په هندوستان قزاقستان او چین هیوادونو کې په خپل ماسترۍ زده کړې کې لګیا دي د

ددغه پوهنځي ګرافیک څانګې ته په ۲۰۰۷ کال کې د اوکوالیتی الینس افغانی دفتر له خوا د ۸ پایو په شمیر د مکناش کمپیوترونو مرسته ورسره شوې ده دغې څانګې ااستادانو لپاره د د دیجیتل دیزاین کورسونه دایر شوو . چې د هغه نه وروسته دغه پوهنځي په خپل درسی کریکولم کې د د یجیتل ګرافیک مضمونونه  زیات کړ .  

او په ۱۳۸۹ کال کې د کابل پوهنتون ریاست ۱۰ پایې کمپیوترونه یی د دیجیتل ګرافیک صنفونه ته  راینول چې تر یو ځای پورې د استادانو او محصلینو ستونزې حل کړي په ۱۳۹۱ کال کې ۰ پایې نوی کمپیوترونه نوموړي څانګې ته مړسته وشو . چې د دیجیتل څانګې صنفونه تر یو اندازې پشپړ شوې دي . سربیره په هغه هم د محصلانو ستونزې نه حلوي  . 

 
   

عمده ستونزې

د یاد شوو پراختیا و پرمختګ سر بیره چې پورته یاد شوو

د علمی کادرونو او استادانو د کمښت په ارتباط باید وویل شي  چې هغه استادان چې په بهر کې په زده کړې بوخت دي د هغوی د راتسنیدو ورسته زموږ ستونزې تر یو اندازې حلیږي . د درسی وسایلو په هکله باید وویل شی چې دغه وسایل تر اوسه د منلو وړ نه دي  . په دا خاطر چې د ښکلو هنرونو پوهنځي درسی صنفونه د محصلینو لپاره د منلو وړ نه دي د استادانو لپاره محدود دفترونه شتون لري . چې هیڅ  کافی نه دي  او بایدد لوړو زده کړو وزارت مقامات په دغه برخه کې توجو وکړي او د غه ستونزې حل کړی 

د پو هنځي په کتابون کې اوس مهال ۴۰۰۰ ټوک کتابونه په ملی او نړیوالو ژبو موجود دي . اکثره دغه کتابونو د هنر په مختلفو رشتو پورې اړه لري