د گر افيگ څانګه

        

ګرافیک ۱۳۵۴ کال کی د یو مضمون په شان د مجسمه څانګی کی تدریس کیده. په ۱۳۵۹ کی د رسمی تصویب کیدو سره سم د نورو څانګو ترسنګ په پخلواکه څانګه مینځ ته راغله. دا مسلک یو له هغوی مسلکونو څخه دی چی د نړی په سطح منل شوی دی او له خاص اهمیت څخه برخمن دی. په دغه څانګه ۹ تنه استاذان لري او په همدی څانګه کی۹۸ تنه نارینه ۶۸ تنه ښځینه چی ټول ۱۶۶ کیږي محصلین په زدکړه بوخت دی.

هغه محصلین چی د ګرافیک زدکړی ترسره کړي کولی شی چی د تبلیغاتو به څانګه کی فعالیت وکړی لکه: پوستر ، الستريشن، آرم جوړونه، جنتری ، کتاب اومجلات پوښ طرحی، مصرفی اشیانو د قطویو طرحی او د انواع گرافيک سره آشنا شی. همداشان د دغی څانګی څخه یوشمیر ټکړه هنرمنان او مسلکی ښونکی وتلي چی په مرکز او ولایوکی ټولنی ته خدمت کولو باند بوخت دي. د دغی څانګی فارغین د ښکلو هنرونو پوهنځی کادری غریتوب ته، مدیریت آرت او ګرافیک ملي رادیو او تلویزیو، نګاستان میمنګی، د هنرونو لیسه، د ښونی او روزنی وزارت ته او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ګمارل کیږي.

دغه څانګه په ۱۳۸۷ کال د کابل پوهنتون په مرسته او ( افغان اکوالتی الینس) د مکنتاژ ۸ پایو کمپیوترونو ته لاس رسی پیدا کړه چی په مرسته یی دیجیتال ګرافیک دیزاین شو او ورپسی د دغی څانګی استاذان د افغان اکوالتی الینس او ګویته انستیتوت په مرسته د فتوشاپ کورس تعقیب کړه. الستریتور او انیزاین د لومړي ځل لپاره محصلینوته تدریسول پیل شول. په ۱۳۸۹مطابق ۲۰۱۰ میلادی کال د دیجیتال ګرافیک مضمون اضافه شه چی د پرمختک په لور یو دیر موثر ګام اوچت شه.

د عکاسی برخه

دغه برخه د ګرافیک څانګې تر څنګ د یو جلا رشتې به توګه د ۱۳۹۱ کال څخه تر اوسه په فعالیت یی پیل کړی ده .اوس مهال د کادر د پشپړولو په حال کې دي.

.

دگرافیک دیزاین څانګی کادری غړي

د گرافیک دیزاین څانګه

نوم

د زدکئی درجه

دنده

ملاحظات

پوهنمل نجیب الله عزیزی

MA

غړی

دڅانګی آمر

پوهاند سید فاروق فریاد

MA

غړی

 

پوهنمل محمد حسن حشمت

MA

غړی

 

پوهندوی سید رسول سادات

MA

غړی

 

پوهنیار علی خان یزدانی

MA

غړی

 

پوهنیار محمد حسن پاوند

MA

غړی

 

پوهنیار انگیزه حازم

MA

غړی

 

 

 پوهیالی نرگس نوری

BA

غړی

 

 

سیروس مولایی

BA

تکنیشن